ټرمپ وايي په ایران کې عملیات به ډیر ژر پای ته ورسیږي ; د مجتبی خامنه اي ټاکنې ناهیلې کړی

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ ،

د امریکا ولسمشر وايي په ایران کې روان پوځي عملیات به ډیر ژر پای ته ورسیږي او ګواښ یې وکړ که چیرې تهران د نړۍ د تیلو د اکمالاتو د بندولو هڅه وکړي نور ډیر سخت ګزارونه به ورکړل شي. دونالد ټرمپ دا څرګندونې ددوشنبې په ورځ وروسته لدې وکړې چې ایران په اسراییلو او د خلیج په عربي هیوادونو نوي بریدونه وکړل.

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ وویل دایران په وړاندې تیره میاشت پیل شوي پوځي عملیات به "ډیر ژر" پای ته ورسیږي او ژمنه یې وکړه چې که چیرې دغه هیواد په منځني ختیځ کې د تیلو اکمالات بند کړي نو ډیر ډیر سخت ګزار به ورکړل شي.

ټرمپ د مارچ په نهمه دا خبرې وروسته لدې وکړې چې تهران په اسراییل او د فارس خلیج په عربي هیوادونو د څو توغندیو او ډرونونو بریدونه وکړل او مجتبی خامنه اي دخپل وژل شوي پلار ایت الله خامنه ای په ځای د هیواد مشر وټاکل شو.

ټرمپ فلوریدا کې یوې خبرې غونډې ته وویل :

مونږ په قاطع ډول بریالي کیږو . مونږ له مهالویش څخه ډیر مخکې یو.


ولسمشر ټرمپ ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا جګړه به روانه اونۍ پای ته ورسیږي؟ وویل : " نه ، خو ډیر ژر به پای ته ورسیږي ، ډیر ژر ، ډیر ژر. "

ټرمپ زیاته کړه :

زه به یو ترهګر رژیم ته اجازه ورنه کړم چې نړۍ یرغمل کړي او هڅه وکړي چې په نړۍ تیل بند کړي. او که ایران داسې څه وکړي، نو په ډیر سخت ډول به وځپل شي،


مخکې تردې ، ټرمپ د دوشنبې په ورځ خپلو جمهوري پلوو ملګرو ته په فلوریدا کې خپل د ګولف کلپ کې ویلي وو چې ایران باندې هوايی ګزارونه "یو لنډ ماموریت" وو چې باید ترسره شوی وای.

هغه زیاته کړه چې : "مونږ په واقعیت کې ډیرې بریاوې ترلاسه کړي خو کافي نه دي."

د CBS خبریال په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې ټرمپ ورته ویلي چې خپل ذهن کې د مجتبی خامنه اي لپاره یو بدیل لري خو نوم یې څرګند نه کړ.

ټرمپ مخکې تردې، نورو خبري رسنیو ته ویلي وو چې هغه دایران له دې پریکړې "خوښ نه دی" چې خامنه اي ته یې د هیواد ستر مقام وسپاره او دایې "یوه لویه تیروتنه" وبلله.

په عین حال کې، د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ایران تورن کړ چې ګواکې هڅه کوي په منځني ختیځ کې د غچ اخیستونکو بریدونو په ترسره کولو سره "نړۍ یرغمل کړي" او وویل چې د تهران د وړتیا د کمولو لپاره دامریکا پوځي عملیات له پلان سره سم پرمختګ کوي.

په دې اړه نور: دامریکا بهرنیو چارو وزیر وايی ایران د سیمې په هیوادونو بریدونو سره غواړي نړۍ یرغمله کړي

په ګاونډیو هیوادونو باندې دتهران د بریدونو په یوه ښکاره بیلګه کې ، ناټو وویل چې دوی د فبروري په ۲۸ مه په ایران دامریکا او اسراییلو د بریدونو د پيل راهیسې د دوهم ځل لپاره د ترکیې په هوايي حریم کې یو بالستیک توغندی ویشتی دی.

ناټو ددوشنبې په ورځ دمارچ په نهمه یو بیان کې وویل د ترکیې لورته ویشتل شوی یو توغندی یې شڼډ کړی او پرته له نورو جزییاتو یې ټینګار وکړ چې دغه تړون د هرډول ګواښ په وړاندې دخپلو متحدینو څخه دفاع لپاره چمتو دی.

د ترکیې دفاع وزارت هم دا پیښه تایید کړه او وویل چې دتوغندي ځینې ټوټې د هیواد په جنوب کې د سوریې پولو ته څیرمه دغازي انتیپ ښار ته نږدې په تشه ځمکه را پریوتي دي او مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.

د دوشنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې کله چې د ایران د ستر مشر په توګه د ۵۶ کلن مجتبې خامنه ای ټاکنه اعلان شوه ټرمپ CBS شبکې ته وویل چې دایران نوي مشر ته "هیڅ کوم پیغام" نه لري.

نیویارک پوست ورځپاڼې وویل چې ولسمشر ټرمپ یې تیلیفوني مرکه کې وپوښته چې دایران نوي مشر لپاره څه پلان لري. په ځواب کې یې ویلي چې "تاسو ته نه وایم ". "زه ورڅخه خوښ نه یم."

ټرمپ وروسته NBC نیوز شبکې سره د مجتبی خامنه ای د ټاکل کیدو په اړه یوه جلا مرکه کې وویل :

زه باور لرم چې دوی یوه لویه تیروتنه کړې ده. زه نه پوهیږم چې دابه دوام وکړي.


ټرمپ تردې مخکې کله چې د مجتبی خامنه ای نوم د ایران دمشرتابه لپاره د کاندید په توګه مطرح شو ویلي وو چې دا د نه منلو وړ یو انتخاب دی او هغه یې یو کمزوری شخصیت بللی وو او دایې هم ویلي وو چې هرهغه څوک چې تهران یې ټاکي باید واشنګتن ته د منلو وړ وي.

د یکشنبې په ورځ دمارچ په اتمه ، ټرمپ ABC News ته وویل " که چیرې دایران راتلونکی مشر دمونږ تایید ترلاسه نه کړي نو ډیر به دوام ونکړي،". هغه وویل چې " ګڼ شمیر کسان ددغه رول وړتیا لري. "

د مجتبی خامنه ای د ټاکل کیدو له اعلان لږ وروسته ټرمپ اسراییل ټایمز ورځپاڼې سره مرکه کې ددغه اقدام په اړه له مستقیمې تبصرې ډډه وکړه او یواځې دومره یې وویل چې "وبه ګورو چې څه پیښیږي. "

د ایران دسپاه پاسداران ځواک سمدلاسه د مجتبی خامنه اي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

ویل کیږي چې نوموړی له سپاه پاسداران سره نږدې اړیکې لري. د ایران د پوځ مشر هم د مجتبې خامنه ای د ټاکنې پریکړه وستایله.