مجتبی خامنه ‌يي د ایران د نوي مشر په توګه د خپل پلار پر لاره پل کښیښود

د امریکا او اسراییل په یوه برید کې د آیت ‌الله علي خامنه ‌يي تر وژل کیدو وروسته د ایران د خبرګانو شورا د یکشنبې په ورځ د مارچ په اتمه د هغه زوی مجتبی خامنه ‌يي د نوي مشر په توګه وټاکه. دا د اسلامي جمهوریت په تاریخ کې لومړی ځل دی چې زوی د خپل پلار سترمشر ځای ناستی کېږي.

مجتبی خامنه‌ يي ډېر کم په عام محضر کې راڅرګند شوی او هېڅکله یې د دیني مدرسو له ټولګیو پرته ستروغونډو ته وینا نده کړې، خو بیا هم هغه د پردې تر شا یو پیاوړی او اغېزمن کس ګڼل کېږي چې د ستر مشر د دفتر او د ایران د امنیتي ادارو پر نږدې کسانو نفوذ لري.

خو مجتبی خامنه ای څوک دی او څنګه یې نوم د خپل پلار د ځای ناستي لپاره یو له خورا جنجالي انتخابونو څخه شو؟

"استاد" مجتبی

۵۶ کلن مجتبی خامنه یي د خپل پلار دوهم زوی دی چې له ډېر وخت راهیسې د "دروازې ساتونکی" بلل شوی دی.

که څه هم هغه هېڅ رسمي دولتي دنده نه ده لرلې، خو د تېرو شلو کلونو راهیسې د خپل پلار د دفتر (بیت) په مرکز کې پاتې شوی او د دیني عالمانو د جوړښت او د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک تر منځ یې همغږي کوله.

Ali and Mojtaba Khamenei

علي خامنه ‌يي یو وخت خپلو کورنیو منتقدینو ته خبرداری ورکړی و چې د هغه زوی ته یوازې "ښاغلی" یا "استاد" ووایي.

په ۲۰۰۵ کال کې، مهدي کروبي چې په ولسمشریزو ټاکنو کې یې ماته خوړلې وه، علي خامنه ‌يي تورن کړ چې د ټاکنیز کمپاین پر مهال یې د محمد باقر قالیباف لپاره د خپل زوی مجتبی ملاتړ کاوه.

کروبي وروسته څرګنده کړه چې کله یوه مشر علي خامنه ‌يي ته وویل: "د اعلیحضرت زوی په ټاکنو کې د چا او چا ملاتړ کوي،" خامنه ‌يي ځواب ورکړ:
"هغه استاد دی، یوازې د استاد زوی نه دی."

دا هغه جمله وه چې د لومړي ځل لپاره یې د مجتبی خامنه ‌يي نوم د ایران په سیاست کې نه یوازې د ستر مشر د زوی په توګه، بلکې د یوه خپلواک سیاسي شخصیت په توګه مطرح کړ.

Iran's Supreme Leader Ayatollah Ali Khamenei killed in Israeli and U.S. strikes

اوس چې د خبرګانو شورا هغه د اسلامي جمهوریت د ستر مشر په توګه ټاکلی، نو په رسمي ډول د اسلامي جمهوریت د نازک قدرتي جوړښت د مرکز په محورکې راغلی.

ګومان کېږي چې مجتبی خامنه‌ يي د سپاه پاسداران له ملاتړ څخه برخمن دی او د هغه ټاکنه د نظام د دوام نښه بلل کېږي. د هغه ملاتړي وايي چې امنیتي ارګانونو سره د هغه ژوره اړیکه دا ښيي چې د روانو شخړو پر مهال د نظم ساتلو تر ټولو وړ کس دی.

د "میراثي واکمنۍ" په اړه اندېښنې

خو واک ته د هغه رسېدل ښايي په کور دننه په ځانګړي ډول د اسلامي جمهوریت د اصلي ملاتړو تر منځ غوسه را وپاروي. منتقدین وايي چې د "میراثي واکمنۍ" پر لور تګ د سلطنت ضد د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب ماهیت سره خیانت دی.

د جنیوا د لوړو زده کړو په یوه مرکز کې څېړونکي فرزان ثابت په ۲۰۲۴ کال کې د ازادي راډیو فردا څانګې ته ویلي وو: "دا چې یو زوی د خپل پلار ځای ناستی شي، ظاهراً د شاهي نظام بڼې ته ورته ښکاري."

په ۲۰۲۴ کال کې د خبرګانو شورا یوه غړي ټینګار وکړ چې علي خامنه ‌يي د مجلس له غړو سره خبرو کې د دې نظر مخالف و چې زوی یې د هغه ځای ونیسي.

پردې سربېره د خامنه ‌يي د زوی نسبتاً ټیټه دیني درجه حجت ‌الاسلام هم د بحث موضوع ده. له ۲۰۲۲ کال راهیسې د ایران د دیني مدرسو اړوند یوه خبري اژانس هغه ته د آیت ‌الله چې دا لقب عموماً د لوړې کچې دیني عالمانو لپاره کارول کېږي، خطاب کول پیل کړي دي.

په دې اړه نور: د خامنه ‌يي مړینه لوی ګوزار دی، خو پوښتنه داده چې ایا مړینه به یې د ایران د مذهبي رژیم د ړنګیدو سبب شي؟

په ۲۰۲۲ کال کې د ایران پخواني صدراعظم میرحسین موسوي چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې په خپل کور کې کلابند دی خبرداری ورکړ چې علي خامنه ‌يي خپل زوی د واک د ترلاسه کولو لپاره چمتو کوي چې په اصل کې دا د هغې میراثي واکمنۍ بیا راژوندي کول دي چې د پای ته رسولو لپاره یې د ۱۹۷۹ کال انقلاب شوی و. هغه لیکلي وو: "ایا د ۲۵۰۰ کلونو سلطنتي سلسله بېرته را ژوندۍ شوې چې زوی د پلارځای ناستي شي او واک ته ورسېږي؟"

د دغو نیوکو په ځواب کې د خبرګانو شورا ټینګار کړی چې د ستر مشر ټاکنه د "وړتیا پر بنسټ انتخاب" دی.

وروستیو پلټنو چې د جنوري میاشتې په وروستیو کې د بلومبرګ له خوا خپورشوی راپورهم پکې شامل دی، ښودلې چې مجتبی خامنه ‌يي چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې د امریکا تربندیزونو لاندې دی، د املاکو پراخه او پټه شتمني لري.

راپورونه وایي چې هغه د منځګړو او پټو شرکتونو له لارې د لوکسو ملکیتونو او شتمنیو یوه نړیواله شبکه ساتلې او پراخه کړې ده.

د مجتبی خامنه‌ يي مېرمن زهرا حداد عادل هم د امریکا او اسراییل په هغه برید کې ووژل شوه چې خسر یې ستر مشر خامنه یي پکې ووژل شو.