که څه هم په وروستیو څو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه یو څه ارامه شوې، خو د ډیورند کرښې په اوږدو کې لا هم نښتې روانې دي.
د طالبانو دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د ننګرهار په لعل پوره ولسوالۍ کې يې د پاکستاني ځواکونو یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.
دفاع وزارت په دې اړه نور جزیات ورکړي نه دي او هم پاکستاني چارواکو تراوسه په دې اړه څه ویلي دي.
بل پلو، د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیر عطالله تارړ ادعا کوي چې پاکستاني پوځیانو د جګړې له پیل راهیسې ۵۸۳ طالبان وژلي او ۷۹۵ نور يې ټپیان کړي دي.
خو طالبانو بیا ادعا کوي چې پاکستاني پوځیان ملکیان په نښه کوي.
ازادي راډیو په خپلواکه توګه دغه ادعاوې تاییدولی نشي.
بل پلو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وړمه ورځ ویلي و،" د افغانستان په لسو ولایتونو کې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې ۱۸۵ملکیان وژل شوي او په سلهاوو نور ټپیان دي".
نژدې دوه اونۍ کیږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه روانه ده.
دغه جګړه د ننګرهار پر بهسودو ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو له هوايي بریدونو وروسته پیل شوه، هغه برید چې د یوې کورنۍ ۱۸ غړي په کې ووژل شول.