ترمپ وايي چې د ايران راتلونکی مشر به د امريکا له تاييد پرته ډېر وخت دوام ونه کړي

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ترمپ د يکشنبې په ورځ وويل چې که ايراني چارواکي د اسلامي جمهوريت د مشرتابه لپاره د نوي مشرد ټاکلو په اړه لومړی د هغه تأييد ترلاسه نه کړي، نو نوی مشر به "ډېر وخت دوام ونه کړي."

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې له ايران څخه د خپرو شویو راپورونو له مخې د خبرګانو شورا د اسلامي جمهوريت د نوي مشر اعلانولو ته نژدې شوې ده. د ايران پخوانی مشر علي خامنه‌ یي د کب یا حوت په نهمه د امريکا او اسرائيل د بريد په لومړيو ساعتونو کې ووژل شو.

ډونالډ ترمپ له ABC News سره په مرکه کې د اسلامي جمهوريت د نوي مشر په اړه وويل: "هغه بايد زموږ تأييد ولري. که زموږ تأييد ترلاسه نه کړي، ډېر وخت به دوام ونه کړي. موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې هر لس کاله وروسته بېرته دې موضوع ته ور ونه ګرځو. هغه هم داسې وخت کې چې تاسو زما په شان ولسمشر ونه لرئ چې دا کار ترسره کړي."

د امريکا ولسمشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا چمتو دی داسې څوک تأييد کړي چې د ايران له اوسني حکومت سره چې اسراییل اوامریکا یې د نسکورولو خبره کړې، تړاو لري، وويل: "هو، د يوه ښه مشر د ټاکلو لپاره به دا کار وکړم. هو، زه به يې وکړم. ډېر کسان شته چې ښايي د دې لپاره وړ وي."

هغه همدارنګه دا احتمال هم رد نه کړ چې د امريکا ځانګړي ځواکونه د ايران د غني شوي يورانيمو د ايستلو لپاره واستول شي او ويې ويل: "هر څه د میزپرسر دي."