تر لسو ورځو نښتو وروسته ډیورنډ کرښې ته د نږدې سیمو نسبتاً ارامه وضعه

ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمه کې د طالبانو عسکر

د افغانستان او پاکستان تر منځ تر لس ورځنیو سختو نښتو وروسته ډیورنډ کرښې ته د نږدې یو شمیر سیمو اوسېدونکي وايي، بیګاه وضعیت ارامه و. خو د خوست د علی شیرو او تریزیو ولسوالۍ  یو شمیر اوسېدونکي هلته د هاوان د یوې مرمۍ د لګېدلو او په کې د یوې ماشومې د وژل کېدو  ادعا کوي. 
که رښتیا درته ووایم موږ ایله بیګاه مو روژه ماتی او پشنمی په ارامې سره وکړل.
د ننګرهار د نازیانو اوسیدونکی

وايي، د یکشنبې د حوت د ۱۷ مې نېټې شپه یې ارامه وه.

د ننګرهار د نازیانو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل:

«له بېګاه راهیسي جګړه نشته، وضعیت نورمال دی، هیڅوک د جګړې طرفدار نه دي، ځکه جګړه بد مرغي راولي، موږ له دواړو خواو نه غوښتنه کوو چې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.»

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ سیمه هم چې له تېرو لسو ورځو راهیسي د سختو نښتو شاهده وه یو اوسېدونکې یې اسماعیل غرمه مهال ازادي راډيو ته وویل، بیګاه او نن د حوت ۱۷مه وضعیت نورمال دی.

«بیګاه فضا ارامه وه، او نښتې نه وې، جګړه خو تباهي ده هیڅوک ګټه نه شي په کې کولای ټولو خلکو ته زیان رسوي»

د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي هم ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه یې د ډزو غږونه نه دي اورېدلي.

خوست کې د طالبانو یوه پوسته

خو د خوست د علی شیرو او تریزیو ولسوالۍ یوه اوسېدونکې نورالله بیا ازادي راډيو ته وویل، د نښتو شدت د تېر په پرتله کم خو وضعیت لا هم غیر نورمال دی.

نوموړي وویل چې بیګاه نسبي ارامي وه خو د دې ولسوالۍ په ډبګي سیمه کې د پاکستاني ځواکونو یو هاوان د ملکي خلکو په کور ولګېده چې د ادعا پر بنسټ یې یې یوه ماشومه مړه او یوه میرمن ټپي شوه:

د تېرې یوې اونۍ په پرتله نښته کمه وه، خو د ډزو تبادله بیا هم کېده، بیګاه د ډبګي په ذکر خیلو سیمه کې یو هاوان مرمۍ د ولسي وګړو په ولګېده چې یوه ماشومه او یوه میرمن په کې ټپیان شول، ماشومه نن سهار په روغتون کې په شهادت ورسېده او میرمن لا هم په روغتون کې ده.
د خوست یو اوسیدونکی

نوموړي زیاتوي، چې په دې نښتو کې ولسي وګړي ډیر زیانمن شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما هم په دې نښتو کې د پراخه ملکي مرګ ژوبلې راپورونه ورکړي دي.

یوناما د مارچ په ۵مه په یو راپور کې ویلي وو چې د تېرې فبرورۍ له ۲۶ مې د مارچ تر ۵ مې د دغه نښتو له امله په افغانستان کې ۵۶ ملکي وګړي وژل شوي چې لږ ترلږه ۵۵ سلنه یې ښځې او ماشومان دي او دغه راز ۱۲۹ نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت او د پاکستان د اطلاعاتو وزارتونه چې تر ډېره د پیل شویو نښتو په اړه وروستي معلومات ورکوي یکشنبه د حوت ۱۷مه یې د دې راپور تر خپرېدو څه نه دي خپاره کړي.

خو شنبه د حوت ۱۶مه د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي چې سهار وختي د ننګرهار په تورخم ښارګوټي د پاکستاني ځواکونو د هوانونو له امله د موټرو د پرزو یو لوی مارکیټ په نښه شوي جې لهه امله یې تر ۱۵۰ دوکانونه سوزېدلي او سوداګرو ته نږدې ۳ سوه میلیونه افغانۍ زیان رسېدلی دی.

په تورخم کې د موټرو د پرزو یو پلورونکي حضرت ګل هم ازادي راډيو ته وویل چې په دې پېښه کې یې پلورنځی سوځېدلی او لږ ترلږه ۵ میلیونه افغانۍ زیان ورسېدلی دی.

«شاوخوا هر دوکاندار له ۵۰ تر ۶۰ لکه افغانیو زیان لیدلی دی، او هر څه یې لمنځه تللي دي، په جنګ کې هر وخت ولسي وګړو ته تر نورو ډېر زیان رسېدلی دی، زموږ غوښتنه داده چې دا نښتې بل اخره پای ته ورسیږي.»

د ملګرو ملتونو په ګډون بیلابیلو لوریو په دې نښتو کې د ملکي مرګ ژوبلی او عامه ځایونو په نښه کول غندلي او له دواړو لوریو نه یې د دغه تاوتریخوالي د پای او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

تازه شنبه د حوت ۱۶مه د طالبانو د حکومت دفاع وزیر یعقوب مجاهد له طلوع نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي د جګړې پای ته رسول په پاکستان پورې اړه لري ځکه ادعا یې کړې چې دا نښتې د هغه هیواد له لوري پیل شوي او که پاکستان خپلې حملې ودروي نو دوی به هم دفاعي بریدونه پای ته ورسوي.

خو پاکستان په وار وار ادعا کړې چې د طالبانو حکومت د دوی مخالفې وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان ( ټي، ټي، پي) ته په افغانستان کې خوندي ځایونه ورکړي او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي هغه ادعا چې د طالبانو حکومت په وار وار رد کړې او د پاکستان ناامني یې د هغه هیواد کورنۍ مسله بللې ده.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ دا تاوتریخوالی او نښتې وروسته له هغې پیل شوې چې پاکستان د حوت د دوهمې نېټې په شپه پکتیکا او ننګرهار کې په یو شمېر سیمو کې ملکي وګړي په نښه کړل، که څه هم د پاکستان حکومت ادعا کړې وه چې په دې هوايي حملو کې یې د تحریک طالبان پاکستان او د داعش خراسان څانګړي اړوند اووه مرکزونه په نښه کړي او ۷۰ تنه یې وژلي دي، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما هغه مهال ویلي وو چې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ په دې حمله کې ۱۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.