د افغانستان او پاکستان د جګړې دوام، د اسلامي علماو شورا له دواړه لورو د اوربند غوښتنه کړې

د اسلامي علماو د نړیوالې شورا مشر علي القره داغي

د اسلامي علماوو د نړیوالې ټولنې مشر علي القره داغي د افغانستان او پاکستان له واکمنانو غوښتي چې د روژې په میاشت کې سملاسي اوربند وکړي.

د هغه دغه " فتوا" پرون جمعه د همدغې ټولنې په عربي ژبې ویبپاڼه خپره شوې ده.

قره داغي له ۲۰۲۲ کال راهیسې په دوحه کې د میشتې دغې شورا مشري پر غاړه لري.

هغه وړاندې ویلي چې د مسلمانو هېوادونو ترمنځ دغه ډول جګړه له اسلامي اصولو سره په ټکر کې ده او په وینا یې د مسلمانانو ژوند باید خوندي شي.

دغه مشهور دیني عالم همدارنګه له دواړو خواوو وغوښتل چې له اوربند څخه په استفادې به دواړه خواوې خبرې پيل کړي او زیاته یې کړه چې د قطر، سعودي عربستان او ترکیې په څیر هیوادونه کولی شي منځګړیتوب وکړي.

نن د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې لسمه ورځ ده.

د طالبانو د حکومت ملي راډیو تلویزیون نن اعلان کړی چې تېره شپه پاکستان د خوست پر دوو ولسوالیو هوایي او توغندیز بریدونه کړي دي چې ملکیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د طالبانو حکومت ادعا کړې چې نن سهار یې د پکتیکا ولایت اړوند د ډیورند کرښې هغې غاړې ته پر پاکستاني پوځي تاسیساتو "یرغلیز عملیات" پيل کړي دي.

پاکستان بیا افغان ملکیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه وایي، خو ادعا کوي چې د جګړې له پيل راهیسې یې شاوخوا ۵ سوه افغان طالبان وژلي دي.

ازادي راډیو په خپلواک ډول دغه ډول ادعاوې نه شي تاییدولی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت پرون وویل چې د پاکستان او افغانستان د جګړې له پیل راهیسې ۱۸۵ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د دوی په ټکو ۵۶ وژل شوي او نور ټپيان شوي دي.