ملګري ملتونه وايي لسګونو افغان ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او تر یو لکو زیات کسان بې ځایه شوي

ننګرهارو کې یو وران شوی کور

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ نښتو کې لسګونو عامو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه زره نور له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي. یو شمیر کورنۍ هم ازادي راډیو سره خبرو کې دا خبره تایدوي زیاتوي چې، بې ځایه شوي په ډیر بد وضعیت کې دي. بلخوا د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت هم ادعا کړې چې د دوی ځواکونو تېرو څلورویشتو ساعتونو کې یو ځل بیا د کندهار، ننګرهار، کونړ، خوست، يکتیکا او پکتیا په ولایتونو کې پاکستاني ځواکونو سره نښته کې د هغوی مهمې پوستې نیولي او مرګ ژوبله یې ور اړولې ده. د پاکستان حکومت او چارواکو تر اوسه د وروستیو نښتو او د طالبانو د حکومت د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ دې اوسېدونکي فولاد خان، وايي په سیمه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ شدیده نښته شوې، چې دوه عام ځوان کلیوال او خپلوان یې په کې وژل شوي:

پرون مازدیګر دلته دوه توغندي ولګېدل دوه ځوانان مو په کې ووژل شول، د ملکي خلکو ټپیان زښته زیات دي، شخصا زما مېرمن، څلور ماشومان مې، پلار او مور مې وتلي دي، دې کلي کې زرګونو کورنیو ژوند کاوه چې دوی ټول وتلي
د ډنډ پټان اوسیدونکی

دی زیاتوي: «کلیوالو کې که څوک ټپي شي، راته پروت وي، نه ډاکتر لرو، نه درمل نه ټرانسپورت، نو ځکه مو خپله کورنۍ له دې ځای ویستلي چې که څوک ولګېږي د درملنې امکانات نه لرو.»

فولاد خان زیاته کړه، په ډنډ پټان او څمکنیو والسوالیو کې یوازې یو ملکي ۷۵ بستریز روغتون دی چې په ادعا یې بېړنیو حالاتو له امله پرته له ټپیانو نور ناوغانو ته ځای او د درملنې اسانتیاوې نه لري.

دی د جګړه کې له ښکېلو خواوو د ژر تر ژره اوربند غوښتنه کوي او ټینګار کوي چې که دا حالت دوام وکړي بې ځایه شوي ملکیان به له لوږې هم تلف شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي جمعه (د حوت په ۱۵مه) پر خپله ایکس پاڼه د یو ویډیویي بیان په خپرولو ادعا وکړه چې د دوی ځواکونو د انتقامي بریدونو په ترڅ کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې په ۲۸ سیمو کې پر پاکستاني ځواکونو عملیات کړي دي:

«دې حملو کې چې په ۲۸ نقطو کې د متجاوز دښمن پوستې او قرارګاوې هدف وګرځېدې،په پایله کې یې ۱۴ پوستې او د دښمن ۳ قرارګاوې نیول او کاملاً له منځه تللي، د متجاوز دښمن ۱۰۹ تنه پوځیان هلاک او ۱۴۸ تنه یې ټپیان شوي دي او د پاکستاني پوځ تر لسو زیاتې وسیلې د افغان ځواکونو لخوا تخریب شوي،او سلګونه سپکې او درنې وسلې او ډېر مهمات د مجاهدینو لاس ته ولوېد.»

خوارزمي ادعا وکړه چې تېره شپه دوی د پاکستان دوه کشفي الوتکې هم رانسکورې کړي او د دوی ۳ طالب ځواکونه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

ده دا هم وویل چې تېرو ۲۴ ساعتونو د نښتو په سیمو کې ۷ ملکي افغانان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د ادعا پر بنسټ تېره یوه اونۍ کې د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې عملیاتو کې د پاکستاني ځواکونو ۶۴ پوستې او ۷ لویې قرارګاوې د دوی لاس ته ورغلي یا تخریب شوي او په دې ترڅ کې ۳۲۷ پاکستاني ځواکونه وژل شوي او له ۳۵۰ ډېر پوځیان یې ټپیان شوي دي.

د پاکستان حکومت او چارواکو یې د دې تازه ادعاوو په اړه د دې راپور تر خپرېدو څه نه دي ویلي خو د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د چهارشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه ادعا کړې وه چې د طالبانو سره د دوی د جګړې له پیل راهیسې ۴۸۱ طالبان وژل شوي، ۶۹۶ ټپیان شوي او د طالبانو ۲۲۶ پوستې ویجاړې شوې او په ټکو یې په ټول افغانستان کې ۵۶ ځایونه په اغیزمنه توګه د هوا له لارې په نښه شوي دي، هغه ادعاوې چې حکومت دفاع وزارت زد کړې وې.

ازادي راډیو په خپلواک ډول د یو لوري ادعا هم نه شي تاییدولی.

په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت د مهمند درې ولسوالۍ یو اوسېدونکي او قومي مشر ملک عباد محمد هم وایي دې جګړو هلته مېشت خلک سخت په تکلیف او د مېنو پرېښودو ته اړ ایستلي چې اکثریت یې حتا په کافي اندازه خوراکي توکي نه لري:

بېګاه شپه هم مهمند دره کې ډېر شدید جنګ وشو، له دې ولسوالۍ ګڼ خلک هغه سیمو ته بې ځایه شوي چې هلته ډېرې مرمۍ نه رسېږي، واقعا د دې ولسوالۍ خلک ډیرو زیاتو ستونزو سره مخ دي، ځینې کورنۍ خو ان د روژه ماتي او پیشلمي لپاره هم د خوراک څه نه لري.
د مهمند درې یو اوسیدونکی

د ده په خبره، دې ولسوالۍ کې د غوړکي، ډاکه، تورخم سیمو خلک په بشپړه توګه له خپلو مېنو وتلي دي.

د دې ولایت د لعلپورې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي او قومي مشر رومان نادر مهمند هم ازادي راډیو ته وویل:

"د لعلپورې ولسوالۍ اړوند دره نو، پارچه، پلوسۍ، نظر خېل او ملا خېلو سیمو کې بیګاه شپه شاوخوا نهه بجې جګړه شروع شوه،خو تر اوسه تلفات نه لري."

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د پنجشنبې په ورځ په خپل یو تازه ۷مخیزه راپور کې ویلي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو په جریان کې لږترلږه ۵۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۹ نور ټپیان شوي دي.


د «اوچا» په ټکو، نښتو تر اوسه پورې د کابل، کندهار، خوست، کونړ، لغمان، ننګرهار، نورستان، پروان، پکتیا او پکتیکا په ګډون د افغانستان ۱۰ ولایتونه اغیزمن کړي دي.

«اوچا» ویلي چې د فبروري له ۲۶ څخه د مارچ تر ۳مې پورې، هوایي بریدونو او سرحدي نښتو شاوخوا یو لک او ۱۵ زره خلک له خپلو کورونو او سیمو بې ځایه کړي دي.

د دې ادارې په خبره دا مهال د همدې نښتو له امله په خوست، کونړ او ننګرهار کې د خوراکي توکو او تغذیې مرستو اړوند د دوی مرکزونه تړل شوي دي.

دا هغه څه دي چې د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک هم د چهارشنبې په ورځ ناوخته نیویارک کې د یوې خبري غونډې پر مهال یې په اړه اندېښنه وښوده ویې ویل، دې نښتو اړمنو ته د مرستو رسولو لړۍ بنده کړې ده.

پاکستاني رسنیو له ډلې ډان تېره ورځ د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر په حواله راپور ورکړی و چې تر هغه سوله ونه کړي تر کومه چې افغان طالبانو د ده په ټکو د «یاغیانو» ملاتړ نه وي پریښي.

پاکستان افغان طالبان د پاکستان د حکومت ضد تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر ملاتړ تورنوي، خو د طالبانو حکومت دا تور ردوي او وایي چې هېڅ چا ته د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد کارونې ته اجازه نه ورکوي.

تازه د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند د مالیزیا له لومړي وزیر داتو محمد انور ابراهیم سره په ټلیفون د ګڼو نورو موضوعاتو تر څنګ پاکستان سره پر نښتو هم خبرې کړې.

چهارشنبه (د حوت په ۱۴مه) د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا په ایکس پاڼه په دې اړه لیکل شوي، چې د مالیزیا دې چارواکي ورته ویلي، مالیزیا هڅې کوي چې له دواړو لوریو سره په تفاهم په دې برخه کې خپل عملي رول ولوبوي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ د مذاکراتو کوربتوب او منځګړیتوب دوحې، ریاض او استانبول هم وکړ او دواړو لورو پر اوربند هم په کې توافق وکړ خو لا یې هم ستونزه حل شوې نه ده او ورځ بلې ته یې تر منځ نښتې زور اخلي.