یوناما ویلي تېره څه باندې یوه اوونۍ کې ۵۶ افغان ملکیان وژل شوي او ۱۲۹ تنه ټپیان دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما د ننني بیان له مخې افغان ملکیانو ته دا مرګژوبله د فبروري له ۲۶مې د مارچ تر ۵مې د پولې په اوږدو کې د طالب ځواکونو او پاکستاني عسکرو په غیرمستقیمو ډزو او هوايي بریدونو کې اوښتې.
۵۵ فیصده مرګژوبله ښځو او ماشومانو ته اوښتې.
د بېلګې په توګه د پکتیکا پر برمل د یوه هوايي برید یادوونه شوې چې د فبروري په ۲۷مې لږ تر لږه ۱۴ ملکیان (څلور ښځې، دوه نجونې، دوه هلکان او درې سړي) وژل شوي او شپږ نور ټپیان شول.
یوناما همداراز ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر د ۱۰تر ۱۷مې هم د طالبانو او پاکستاني ځواکونو په نښتو او د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰ افغان ملکیان وژل شوي او ۴۷۸ نور ټپیان دي.
اخوا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له طالبانو او پاکستاني ځواکونو غوښتي چې سمدستي نښتې ودروي ځکه د غچ اخیستنې او تاوتریخوالي دا بهیر یواځې لا ډېر خلک اغېزمنوي.
د ملګرو ملتونو د راپورونو په اساس لږ تر لږه ۱۱۵ زره افغان ملکیان د نښتو د دوام په سبب له خپلو مېنو وتلو ته اړ شوي او اخوا په پاکستان کې هم درې زره تنه د جګړو د دوام په خاطر له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي.