د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پنجشنبې په ورځ وویل چې هېواد یې د هر ډول احتمالي ځمکني یرغل لپاره چمتو دی او زیاته یې کړه چې داسې یو اقدام به د اسلامي جمهوریت د دښمنانو لپاره "ناورین" وي.
په داسې حال کې چې متحده ایالات او اسرائیل پر ایران خپلو بریدونو ته دوام ورکوي، عراقچي امریکایي رسنۍNBC News ته وویل: "موږ د هغوی انتظار باسو." او زیاته یې کړه: "موږ ډاډه یو چې له هغوی سره مقابله کولای شو او دا به د هغوی لپاره یو لوی ناورین وي."
تردې مخکې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې پرایران د کرد ډلو د برید ملاتړکوي. ټرمپ له رویترز خبري آژانس سره په خبروکې وویل: "زه فکر کوم دا ډېره ښه ده چې هغوی غواړي دا کار وکړي، زه یې په بشپړه توګه ملاتړ کوم." خو نوموړي په دې اړه چې ایا متحدو ایالتونو د کرد ډلود برید لپاره مرسته یا هوایي پوښښ چمتوکړی، له څه ویلو ډډه وکړه.
یوشمیررسنیو په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره کړل چې د ایراني کردانو ملیشې ځواک په وروستیو ورځو کې له متحدو ایالاتو سره په دې اړه چې څنګه او آیا کولای شي د ایران په لویدیځو سیمو کې د اسلامي جمهوریت پر امنیتي ځواکونو بریدونه پیل کړي، مشورې کړې دي.