د افغانستان یو شمېر ولایتونو په ځانګړې توګه د ډیورند کرښې په اوږدو کې نږدې سیمو کې نن پنجشنبه (د حوت په ۱۴مه) د اتمې ورځې لپاره هم د افغانستان او پاکستان تر منځ د نښتو راپورونه ورکول شوي.
د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د چهارشنبې په ورځ او شپه یې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د پاکستاني ځواکونو د هوایي او ځمکنیو بریدونو په غبرګون، پنجشنبه د بلوچستان په کچلاغ سیمه کې د غزه بند په نوم د پاکستان اف سي ځواکونو په عمومي قومندانۍ هوایي بریدونه کړي.
د دې وزارت مرستیال ویاند صدیق الله نصرت رسنیو ته په یو استولي ویدیويي پیغام کې ویلي، چې دغه عملیات د کندهار، ننګرهار،کونړ، نورستان، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په استقامت د ډیورند کرښې پورې غاړې ته ترسره شول:" په یادو بریدونو کې چې د دښمن د قوماندانۍ دفتر او د عسکرو لیلیه په نښه شول،لسګونه اف سي عسکر مړه او ژوبل دي،او ودانۍ ته هم دروند زیان اوښتی دی،همدا ډول تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر پاکستاني پوځیانو ګڼ انتقامي بریدونه ترسره شوي."
ښاغلي نصرت ادعا وکړه چې دې ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني ځواکونو ۱۲ پوستې او قرارګاوې له منځه وړل شوي،۴۱ تنه پاکستان ځواکونه وژل شوي،او ۳۵ تنه ټپیان دي، او په خبره یې د پاکستاني ځواکونو درې کشفي او ډروند الوتکې هم نسکورې کړل شوي دي.
بلخوا د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د چهارشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه ادعا کړې چې د طالبانو سره د دوی د جګړې له پیل راهیسې ۴۸۱ طالبان وژل شوي، ۶۹۶ ټپیان شوي او د طالبانو ۲۲۶ پوستې ویجاړې شوې او په ټکو یې په ټول افغانستان کې ۵۶ ځایونه په اغیزمنه توګه د هوا له لارې په نښه شوي دي.
خو د طالبانو د حکومت دفاع وزارت دا معلومات رد او پروپاګڼد یې بولي.
صدیق الله نصرت وویل چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دوی ۳ طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي خو په خبره یې دې موده کې یو شمېر عام افغانان وژل او ټپیان شوي خو د کره شمېره په اړه یې څه ونه ویل.
ازادي راډیو په خپلواک ډول د یو لوري ادعا هم نه شي تایدولی.
په ورته وخت کې په ختیځ زون کې د طالبانو حکومت یو استخباراتي مسوول چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، د غږ بدلولو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل چې د چهارشنبې مازدیګر راهیسې د ننګرهار په لعلپورې او کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو لخوا هاوانونه ویشتل شوي چې په خبره یې په لعلپوره کې یې ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې او په دې ولسوالیو کې د لسګونو کورنیو د بې ځایه کېدو لامل شوي دي:"د لعلپورې په انارګي سیمه کې سرحدي سیمه ده وخت نا وخت په کې نښتې زیاتې کېږي او فعلاً ډېری کورنۍ ترې راوتلي، دغه شان د کونړ ولایت نارۍ ولسوالې دوکلام سیمه کې هم شاوخوا ډېری خلک له سیمو وتلي،ځکه دا د جګړې لومړۍ کرښه ده،ملکي تلفات ډېر دي،خلک بې ځایه شوي، کورنه ویجاړ شوي، ټپیان، او شهیدان شوي."
دغه شان د خوست ولایت د علیشېرو او ځاځي میدان ولسوالیو اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل چې د چهارشنبې ورځې ناوخته راهیسې دې ولسوالیو کې ډیورند کرښې ته نږدې سیمو باندې د پاکستان لخوا بې شمېره توغندي توغول شوي او لا هم دوام لري چې ډېری خلک یې له سیمو کډه کېدو ته اړ ایستلي دي.
د علیشېرو ولسوالۍ اوسېدونکي نور د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:"د علیشېرو ولسوالۍ ډبګي سیمه کې توغندیز بریدونه دوام لري، له سیمې ټول خلک وتلي او خپل کورونه یې پریښي دي، دلته تقریبا د درې کلیو خلک اوسېږي، پاکستان لخوا چې کوم توغندي راځي د عامو خلکو پر کورونو لګېږي، خلک کډه شوي او زښته زیاته ستونزو سره مخ دي،څوک نور د اوسېدو ځایونه نه لري او څوک د لارې د تګ مصارف نه لري، موږ د عاجلو مرستو غوښتونکي یو."
د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ انګور اډې سیمې اوسېدونکي محمدالله هم وویل:"همدا اوس دلته د پاکستان لخوا ډزې روانې دي، یو کور باندې هاوان لګېدلی خو تر اوسه یې معلومات نشته چې څوک په کې ژوبل شوي او که نه، ډېری خلک ارګون او سروبي ولسوالیو ته کډه شول."
د کندهار ولایت دوو اوسېدونکو هم ازادي راډیو سره خبرو کې ورته وضعیت بیان کړ او ویې ویل چې خلک د نښتو له امله له سختو کړاونو سره مخ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ته نېږدې ځینو رسنیو له دې ډلې حریت راډیو د پنجشنبې د ورځې سهار راپور ورکړ چې پاکستاني جیټ الوتکو د افغانستان د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ او همدارنګه په کندهار ولایت کې بمباري کړې ده.
دغه شان د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون هم راپور ورکړی چې پاکستاني ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ پر عامو افغانانو ډزې کړي چې ځینې په کې ټپیان او ګڼې کورنۍ یې د خپلو سیمو پرېښودو ته اړې کړې دي.
د یادونې ده چې د دې نښتو دوام د ګڼو نورو هېوادونو او سازمانونو په ګډون د ملګرو ملتونو اندېښنې هم راپارولي.
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د چهارشنبې په ورځ ناوخته نیویارک کې د یوې خبري غونډې پر مهال خبریالانو ته وویل چې دواړه خواووې باید ژر تر ژره تاوتریخوالی ودروي او د ملکي وګړو ساتنه وکړي ځکه په خبره یې دې نښتو اړمنو ته یې د مرستو رسولو لړۍ بنده کړې ده.
خو پاکستانۍ ډاڼ ورځپاڼې راپور ورکړی چې د پاکستان د وسله والو ځواکونو مشر، عاصم منیر، چې په وزیرستان کې د پوځ له مرکزي دفتر څخه لیدنه کوله، د جګړې په دوام یې ټینګار کړی او ویلي چې تر هغه به سوله رامنځته نشي تر کومه چې په خبره یې افغان طالبان د یاغیانو ملاتړ بند نه کړي.
پاکستان افغان طالبان د پاکستان د حکومت ضد تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر ملاتړ تورنوي خو د طالبانو حکومت په وار وار دا موضوع رد کړې او ویلي یې دي چې هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.