د امریکا مرکزي قومندانۍ سینټکام وایي، ځواکونو یې تر اوسه د یوه اوبتل په ګډون د ایران ۱۷ بېړۍ له منځه وړي او نږدې دوه زره هدفونه یې په ایران کې په نښه کړي دي. د سینټکام قومندان برد کوپرد سې شنبې په ورځ د مارچ په دریمه په خپله ایکسپاڼه کې په یوه ویډیویي پیغام کې وویل : " نن ورځ حتی یوه ایراني بېړۍ هم په فارس خلیج، هرمز تنګي او عمان خلیج کې په حرکت کې نه ده."
نوموړي زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې له ۵۰ زرو څخه زیات پوځیان، ۲۰۰ جنګي الوتکې، دوه الوتکه وړونکې بېړۍ او امریکایي بم غورځوونکې الوتکې برخه لري او نور پوځي تجهیزات او ځواکونه هم سیمې ته د رسېدو په حال کې دي.
کوپر همدارنګه وویل چې امریکا او اسرائیل تر اوسه پرایران دوه چنده د هغو بریدونو ترسره کړي چې امریکا په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د یرغل په پیل کې کړي و.
په عین حال کې د قطر دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ایران یو بالستیک توغندی ، په قطر کې د العدید پر پوځي اډې ولګېد. دا اډه په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو لویه پوځي اډه بلل کېږي.
د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د ایران له لوري د توغول شویودوو بالستیک توغندیو یویې د هوايي مدافعې سیستمونو شنډ کړی خو بل ترې تیرشوی او پردې اډې لګیدلی. د وزارت په وینا په دې پیښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
ایران تېر کال هم پرخپل اټومي تاسیساتو د امریکا د بریدونو په ځواب کې دا اډه په نښه کړې وه.