ولسمشر ټرمپ: ایران ته به په راتلونکو ورځو کې سخت ګوزار ورکړل شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ایران ته به په راتلونکو ورځو کې سخت ګوزار ورکړل شي.

ټرمپ د سې شنبې په ورځ د مارچ په ۳مه په سپینه ماڼۍ کې د جرمني له صدراعظم فریدریخ میرڅ سره د کتنې په مهال وویل: "لوی او پراخ بریدونه همدا اوس روان دي."

هغه خبرداری ورکړ: "دوی (ایران) نور هوايي دفاع نه لري، نور هېڅ ډول د کشف سیستمونه هم نه لري، نوهغوی به ډیرسخت زیان وویني."

ټرمپ همدارنګه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ایران د ستر مشرعلي خامنه یي په ګډون د ایران د مشرتابه ډېری غړي د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې وژل شوي چې دې کار رژیم له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ کړی دی.

هغه وویل: "ډېری هغه کسان چې زموږ په پام کې وو، وژل شوي دي. اوس بله ډله شته چې د راپورونو له مخې ښايي هغوی هم وژل شوي وي."