پر ایران د اسراییل او امریکا د بریدونو له ویرې یو شمیر افغان کډوال بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي

په تهران کې د بریدونو ویجاړی او اثار ، دوشنبه د مارچ دوهمه .

په ایران باندې  د اسراییلو او امریکا د بریدونو له امله یو شمیر افغان کډوالو هلته خپل هرڅه پریښې او بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي. دوی وايي په ډیره ویره او ترهه یې ځانونو د افغانستان پولو ته راورسول. یو شمیر افغان محصلینو هم هلته خپل درسونه پریښې افغانستان ته راغلي دي.

ایمل انوري یو له دغو کډوالو څخه دی چې په ویرې او اندیښنې له خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سره خپل ټاټوبی هرات ته ستون شوی دی.

هغه په دې هکله چې څنګه یې ایران پریښود ازادي راډیو ته وویل :

د شپې دوه بجې له ایران څخه را وخوځیدو له تهران راغلو، په ډیر ډار او ویره په یو ټکسي کې مو ځانونه د میترو خط ته ورسول

" د شپې دوه بجې له ایران څخه را وخوځیدو له تهران راغلو، په ډیر ډار او ویره په یو ټکسي کې مو ځانونه د میترو خط ته ورسول ، له هغه ځایه مشهد ته راغلو ، شپه مو هلته وکړه ، د شپې له درې بجو دسهار تراوه بجو مونږ مشهد کې وواو بیا راغلو له مشهد نه د دوغارون سرحد ته "

ایمل او میرمن یې یوه لور لري ، پلار ، مور او دوه وروڼو هم ورسره تازه له ایران ستانه شوي چې اوس د خپل ماما په کور کې په موقت ډول اوسیږي.

ایمل زیاتوي چې د جمهوري نظام له پرځیدو وروسته په غیرقانوني توګه ایران ته تللی وو اوهلته یې د کرج په ښار کې د شربت جوړولو په یوه فابریکه کې د بسته بندي په برخه کې کار کاوه.

هغه وايی ډاډمن نه دی چې افغانستان کې به ورته په وخت کار پیدا شي کنه.

متحدو ایالاتو او اسراییل د شنبې په سهار په ایران باندې خپل پراخ بریدونه پیل کړل.

ددغو بریدونو په نتیجه کې دایران مشر ایت الله خامنه ای ، د سپاه پاسداران د ځواکونو قوماندان محمد پاکپور ، دفاع وزیر عزیز نصیرزاده ، علی شمخاني د دفاع دشورا سلاکار او دایران د هوايي ځواکونو قوماندان مجید موسوي ووژل شول.

ایران په ځوابي بریدونو کې داسراییلو او په خلیج کې د امریکا د پوځي اډو په لور سلګونه توغندي او بې پیلوټه الوتکې وتوغول.

اوپه سعودي عربستان ، متحدو عربي اماراتو، کویت ، بحرین او قطر کې یې د انرژۍ او سوداګرۍ ځینې تاسیسات هم په نښه کړل.

د امریکا دفاع وزیر پیت هګست ددوشبنې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دامریکا هدف دادی چې دایران «توغندي ، سمندري ځواکونه او نورې امنیتي زیربناوي له مینځه یوسي. »

ددغې جګړې له امله دایمل انوري په څیر نور افغانان هم مجبور شول چې په دغه هیواد کې خپل هرڅه پریږدي او افغانستان ته ستانه شي.

د افغانستان د دایکندي ولایت څخه اوه ویشت کلن عزت الله مهران ، تهران کې د اهل بیت د نړیوال پوهنتون محصل دی.

هغه هم چې افغانستان کې د جمهوري نظام له نسکوریدو وروسته ایران ته تللی دی دوه کاله پخوا یې هلته زده کړې پیل کړې.

خو ازادي راډیو ته یې وویل چې د جګړې له ویرې یې درسونه پریښودل او افغانستان ته ستون شوی.

مونږ ته یې وویل چې اوضاع ښه نه ده،او مونږ نه سو کولی تاسو دلته د پوهنتون لیلیه کې پریږدو ، تاسو کولی سئ له تهران لیرې خپلو کورنیو یا اشنایانو ته ورسئ

" مونږ ته یې وویل چې اوضاع ښه نه ده،او مونږ نه سو کولی تاسو دلته د پوهنتون لیلیه کې پریږدو ، تاسو کولی سئ له تهران لیرې خپلو کورنیو یا اشنایانو ته ورسئ، یا خپل هیواد ته ستانه شئ، نو ددې لپاره چې هلته مونږ شرایط مناسب ونه لیدل له ګڼ شمیر محصلینو سره ، تقریبا څلویښت کسه هم نارینه او هم ښځینه افغانستان ته ستانه شولو. "

په ایران کې د جګړې له پیل سره سم نه یواځې افغانان لدغه هیواد څخه کډې بار کړې بلکه یو شمیر خپله ایرانیانو هم له هیواده وتلو مخه کړې.

د رویترز خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د عیني شاهدانو له قوله راپور ورکړ چې سلګونه ایرانیان له پولو ترکیې ته وراوښتي دي.

د متحدو ولشمر دونالد ټرمپ ویلي دغه عملیات چې اسراییلو سره په ګډه پیل شوې کیدای شي څلور اونۍ دوام وکړي.