پر ایران د بریدونو دریمه ورځ؛ ایران هم ځوابي حملې کړي

تهران

نن پر ایران د اسراییلو او امریکا د بریدونو دریمه ورځ ده. دوشنبه سهار وختي د اسراییلو پوځ تایید کړه چې پر تهران یې د بریدونو تازه لړۍ پیل کړې.

د ایران تسنیم خبري اژانس منلې چې تهران کې درنې چاودنې شوې دي.

په ځواب کې یې ایران بیا په اسراییلو او خلیج هېوادونو ډرون او توغندیز بریدونه کړي.

د قطر پلازمینه دوحه او د بحرین پلازمینه منامه کې له سهاره د خطر زنګونه لګېدلي او د چاودنو غږونه اورېدل شوي.

د اماراتو ګڼمېشتی او تجارتي ښار دوبی او د عراق د کردستان اقلیم اربیل کې هم چاودنې شوې دي.

په خلیج هېوادونو کې لسګونه کسان د ایران په بریدونو کې ټپیان شوي او لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي.

اخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د دریو امریکايي عسکرو په وژل کېدو سخت خواشینی دی. هغه دا خبره بېګا پر ایران د بریدونو په اړه د جزییاتو د بیان په وخت وکړه.

ټرمپ وویل چې د امریکا د مرکزي قومندانۍ سنټکام په حواله دری امریکايي سرتیري یکشنبه وژل شوي. د راپورونو له مخې لږ تر لږه ۵ امریکايي عسکر سخت ژوبل دي.

ایران په سیمه کې د امریکا پوځي اډې تر ډرون او توغندیزو بریدونو لاندې راوستي.