د جرمني صدراعظم وایي، پر ایران د اسراییل او امریکا له خوا بریدونه ځینې خطرونه هم له ځان سره لري

د جرمني صدراعظم فریدریخ میرڅ وایي، پرایران د اسراییل او امریکا له خوا بریدونه ځینې خطرونه هم له ځان سره لري.

میرڅ د یکشنبې په ورځ په برلین کې وویل: "د دغو پوځي بریدونو هدف دادی چې د یوه کمزوري رژیم ویجاړوونکې لوبه پای ته ورسوي، خو دا کار له خطره خالي هم نه دی."

د جرمني ډي پي اې خبري آژانس د راپورله مخې میرڅ وویل هېڅوک نه پوهېږي چې "د ایران سخت غچ اخیستونکي بریدونه به سیمه د څه ډول کړکېچ پرلور بوځي" او یا دا چې "ایا له بهره د پوځي بریدونو له لارې په دننه کې د سیاسي بدلون د رامنځته کولو پلان به بریالی شي که نه."

میرڅ زیاته کړه چې د ایران د کورني سیاسي وضعیت درک کول ستونزمن دي او د لویدیځ هغه مداخلې چې په افغانستان، عراق او لیبیا کې یې کړي، ښایي یوازې تریوه حده د دې هیواد له شرایطو سره سمون ولري. نوموړي د لنډ مهاله ریښتیني خطرونو یادونه وکړه او ویې ویل چې له پایلو به یې موږ په جرمني او نوره اروپاکې هم اغیزمن شو.

د جرمني صدراعظم په ایران کې د ملايانو رژیم یو ترهګریز رژیم وباله چې د ده په خبره له لسیزو راهیسې د خپلو وګړو د ځپلو مسؤل دی."