نن دوشنبې د فاریاب او بادغیس ولایتونو کې په ګڼو ولسوالیو کې د پولیو د واکسین کمپاین پیلیږي

ټاکل شوې نن دوشنبې د افغانستان په دوو ولایتونو کې د ماشومانو لپاره د پولیو د واکسین کمپاین پیل شي.

د پولیو فري افغانستان بنسټ پرون یکشنبې په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې ترپنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو دغه کمپاین به دوشنبې د کب یا حوت په یولسمه د فاریاب او بادغیس ولایتونو په یوشمیر ولسوالیو کې پیل شي. د دې بنسټ په خبره د واکسین دغه کمپاین به د فاریاب د مرکز میمنې په ګډون د دې ولایت په دولت آباد، شیرین تګاب، پښتون کوټ، قیصار او المار او د بادغیس ولایت په غورماچ او بالامرغاب ولسوالیو کې تطبیق شي. په دې اړه چې دغه کمپاین به څو ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې څومره ماشومان د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین شي، نورجزیات ندي ورکړل شي خود واکسین دغه کمپاین په دې ولایتونو کې وروسته له هغې پيلیږي چې له دې وړاندې ورته کمپاین د سلواغې میاشتې په نیمایي کې د افغانستان په اتلسو، اکثریت ختیځو ولایتونو کې تطبیق شو.

په روان ۲۰۲۶ میلادي کال کې تر اوسه د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې خو د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا تېر ۲۰۲۵ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو نهه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو ناروغي په بشپړه توګه له منځه نه دی وړل شوی.