په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکیچ دوام لري، د پاکستان صدراعظم شهباز شریف روسیې ته خپل پلان شوی سفرلغوه کړ.
په هغه خبرپاڼه کې چې د شریف له دفتره پرون یکشنبې خپره شوې "سیمه ییز او داخلي وضعیت" د دغه سفر د لغوه کیدو لامل بلل شوی دی.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په سیمه او داخل کې اوسني وضعیت په کتو صدراعظم له سلا ومشورو وروسته پریکړه وکړه چې روسیې ته خپل سفرچې ټاکل شوې وه د مارچ له دریمې ترپنځمې یې ترسره کړي، وځنډوي. د پاکستان صدراعظم روسیې ته دغه سفر داسې مهال لغوه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې او هم د دواړو لورو ترمنځ د هوایي بریدونو راپورونه ورکول کیږي.
د فرانسپرس د راپورله مخې پرون یکشنبې ناوخته په کابل کې د چاودنو غږونه واوریدل شول او د طالبانو حکومت وویل چې ځواکونو یې د پاکستان هوایي بریدونو ته ځواب ورکړ. د دفاع وزارت یوه ویاند وویل چې د دوی هوایي مدافعې په کابل کې پر پاکستانۍ الوتکې بریدونه وکړل. تردې مخکې د بګرام پرهوایي اډې د پاکستان د هوایي بریدونو په اړه راپورونه ورکړل شوي وچې د پروان د والي د ویاند فضل الرحمن مسکینیار په وینا پردې اډې پاکستاني جټ الوتکو د بریدونو هڅه وکړه چې د دوی ځواکونو یې مخه ونیوله. د هغه په خبره دغوبریدونو ځاني او مالي زیانونه ندي پیښ کړي.