د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په دوام د طالبانو امنیتي چارواکو ویلي دي چې افغان طالبانو نن له غرمې مخکې د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې ښار پر قول اردو هوايي برید کړی دی.
طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون د امنیتي سرچینو له قوله چې نه غواړي نومونه یې څرګند شي خبر ورکړی چې وايي دا برید د افغانستان پر قلمرو د پاکستاني پوځ د تېرې شپې د ړندو بمباریو په ځواب کې شوی دی.
د طالبانو د حکومت چارواکو نن اعلان وکړ چې د پاکستان په حملو کې ملکي وګړو ته تلفات اوښتي دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې په ننګرهار ولایت د پاکستان د بې پیلوټه الوتکو په برید کې دوه کسان چې یوه پکې ښځه ده وژل شوي، په غني خېلو ولسوالۍ کې دوه تنه ټپیان دي او د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې پر یوه کور د پاکستان په برید کې هم یو ملکي وګړی وژل شوی دی.
پاکستاني چارواکو تراوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.