د ایران په پلازمېنه تهران کې نن یکشنبې د څو چاودنو غږونه واورېدل شول. د آزادۍ راډیو د ایران د څانګې راډیو فردا د راپور له مخې د جماران په نوم خبري ویبپاڼې خبر ورکړی چې دا چاودنې د تهران په شمال او ختیځ کې شوې دي.
خبر زیاتوي چې د تهران په نورو برخو کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي.
د ایران سپاه پاسداران ځواک ته نژدې فارس خبري آژانس هم خبر ورکړی چې د تهران ښار د سیدخندان او قصر څلور لارې په سیمو کې د توغنديو او هوايي حملو غږونه اورېدل شوي دي.
همداراز د اسراییلو پوځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دې هېواد هوايي ځواک (همدا شېبه) د پلازمېنې تهران په زړه کې د ایران د تروریستي رژیم پر اهدافو د پراخو حملو څپه پیل کړې ده.
پر تهران د حملو خبر داسې مهال ورکول کېږي چې د ایران وسله وال ځواکونو د عراق په کردستان او همداراز د خلیج په څو هېوادونو کې د امریکا اهداف د توغندیو او هوايي حملو په وسیله ویشتلي دي.