د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړې مخ په زیاتېدو دي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي دا تازه څپه د روانې اوونۍ د یکشنبې په شپه او سهار په کابل او پکتیا کې د پاکستان له هوايي بریدونو سره پیل شوه.

په داسي حال کې چې د طالبانو حکومت وايي چې تېره شپه یې د پاکستان د وړمې شپې او ورځې د بمباریو په غبرګون کې له څو سیمو د پاکستان پر پوځي تاسیساتو ځوابي بریدونه کړي، د افغانستان له ختیځ څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې د پاکستان جنګي الوتکو په ننګرهار ولایت کې د هوايي ډګر په شمول پر څو ځایونو بمباري کړې ده.

په همدې منځ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان دفاع وزارت نن اعلان وکړ چې د پاکستان یوه جنګي الوتکه یې غورځولې ده.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند، سید طیب حماد، ویلي چې افغان ځواکونو د پاکستان جنګي الوتکه نسکوره کړې ده.

د طالبانو دفاع وزارت د دې الوتکې ویدیويي تصویرونه په ایکسپاڼه کې خپاره کړي دي.

خو پاکستان تراوسه د خپلې الوتکې د نسکورېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي دا تازه څپه د روانې اوونۍ د یکشنبې په شپه او سهار په کابل او پکتیا کې د پاکستان له هوايي بریدونو سره پیل شوه. هغه مهال طالبانو د ۱۸ ملکیانو د وژل کېدو خبره وکړه خو پاکستان بیا وویل چې لسګونه وسله وال یې وژلي دي.

دواړه خواوې لا هم یو بل ته د درنو مرګ ژوبلو د اړولو ادعاوې کوي.

فطرت: د پاکستان په بریدونو کې ۵۲ ملکیان وژل شوي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي په تېرو اوو ورځو کې پاکستاني ځواکونو د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې ۵۲ ولسي وګړي وژلي او ۶۶ نور یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت نن (شنبه) د حوت ۹مه په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دا مرګ‌ژوبله په ننګرهار، پکتیکا، خوست، کونړ او کندهار ولایتونو کې د پاکستان په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې اوښتې ده.

نوموړي لیکلي چې په قربانیانو کې تر ډېره ښځې او ماشومان شامل دي.

نوموړي دغه راز ویلي چې په دې موده کې د پاکستاني پوځیانو په حملو کې د ولسي وګړو اته کورونه په بشپړ ویجاړ شوي او ۱۴ نور زیانمن شوي.

خو پاکستان په دې نښتو کې ملکي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله رد کړې او ویلي یې دي چې دوی تر ډېره په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان او داعش خراسان څانګې مرکزونه په نښه کړي دي.

طالبانو ته د مرګ ژوبلو اړولو په اړه د پاکستان ادعاوې

د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزیر عطاالله تارړ نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د دوی ځواکونو تراوسه پورې ۳۳۱ افغان طالبان وژلي او تر ۵۰۰ ډېر نور ټپیان کړي دي. ده همداراز ادعا کړې چې پاکستاني ځواکونو د افغانستان په خاوره کې ۱۰۴ پوستې ویجاړې کړي او ۲۲ نیولي دي.

ده د پاکستاني ځواکونو د مرګ ژوبلو په اړه هیڅ نه دي ویلي.

د طالبانو دفاع وزارت نن په ایکسپاڼه کې لیکلي چې هوايی ځواکونو یې تېره شپه یو وار بیا په میرانشاه او سپین وام کې د پاکستان پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي او دا مرکزونه یې له منځه وړي دي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت دعوه کړې چې بیګاه یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په ګڼو پاکستاني پوستو هوايي او ځمکني بریدونه کړي او ګڼو پاکستاني پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د دې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې بریدونو کې د میرانشاه پوځي قرارګاه او د سپین وام پوځي قرارګاه ویجاړې شوې.

بل خوا په خوست کې د طالبانو د ولایتي ادارې ویاند مستغفر ګربز په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې تېره شپه د دوی ځواکونو د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته پاکستاني ځواکونو ته پراخه زیانونه اړولي دي او د دوی ګڼې پوستې یې له منځه وړي دي.

د دواړو خواوو ادعاوې په مستقل ډول تایید کېدای نه شي.

په بنو کې د بې پېلوټه الوتکې برید ۵ تنه ټپیان کړي

د خيبر پښتونخوا په بنو کې پوليس او ځايي خلک وايي هلته د بې پېلوټه الوتکې یا ډرون په برید کې ۵ ولسي وګړي ژوبل کړي دي.

د بنو پولیس لاین یوه چارواکي له رسنيو سره د خبرو اجازې نه درلودو له کبله د نوم نه ښوولو پر شرط د فبرورۍ پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې دا برید د ۲۸مې فبرورۍ په شپه په ميريان سيمه کې شوی دی.

نوموړی وايي لا هم معلومه نه ده چې دغه بريد چا کړی دی خو په سیمه کې تر دې وړاندې هم خلکو مشال راډیو ته ویلي دي چې په حکومتي ډرون بریدونو او هاوان مرميو کې ولسي کسان په نښه کېږي.

خو بل پلو، انتظامیه او امنیتي ځواکونه وايي چې د سیمې د امنیت ټینګولو لپاره د وسلوالو پرضد د عملیاتو پر مهال د ولس د خونديتوب خيال ساتل کېږي.

بلخوا د شمالي وزيرستان د میرامشاه پولیس کنټرول روم یو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د شپې له نژدې غرونو یو توغندی د میرعلي بازار پر مارکیټونو ویشتل شوی چې پکې ګڼ دوکانونه ويجاړ شوي دي.

خو په دوکانونو کې خلک نه وو نو ځکه پکې چاته مرګژوبه نه ده اوښتې. چا تر اوسه د دې توغندي ویشلو زمه واري نده منلې.

د خیپرپښتونخوا په روغتونونه کې بیرنی حالت

په همدې حال کې د پېښور په لیډي ریډینګ روغتون کې بیړنی حالت اعلان شوی.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، روغتون نن په یوه خبرتیا کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې جګړې ته په کتو په دې روغتون کې بیړنی وضعیت اعلان شوی دی.

د شمالي وزیرستان په روغتونونو کې هم اضطراري حالت اعلان شوی دی.

په بنو او ډیره اسماعیل خان کې امنیتي تدابیر

همداراز د خیبرپښتونخوا په بنو او ډیره اسماعیل خان کې سخت امنیتي تدابیر غوره شوي دي.

پاکستاني رسنیو نن وویل چې په ډیره اسماعیل خان کې د ماښام له ۶ بجو وروسته پر ګرځېدو بندیز لګول شوی. همداراز په بنو کې اضطراري حالت اعلان شوی دی.

د ملکیانو پر مرګ ژوبلو د بشري حقونو د سازمان اندېښنه

د IHRF په نوم د بشري حقونو یو بنسټ په یو بیان کې لیکلي، داسې شواهد یې موندلي چې ښيي پاکستاني ځواکونو ډیورنډ کرښې ته نژدې د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې جمعه د حوت ۸ مه ماښام شاوخوا اوه بجې ملکي کسان په نښه کړي دي.

دغه بنسټ په خپله اېکس پاڼه د وژل شویو یو شمېر ماشومانو عکسونه هم خپاره کړي او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې ۴ ولسي وکړي وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو دغه بنسټ په جګړه کې د ملکي وګړو په نښه کول په کلکه غندلي او د دغه نښتو د سم دستي ودرېدو غوښتنه یې کړې ده.

د طالبانود حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت نن په خپله اېکسپاڼه کې په یو بیان کې لیکلي دي چې په خوست او پکتیکا کې په تازه نښتو کې ۱۹ افغان ولسي وګړي وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي ویلي په وژل شویو او ټپیانو کې تر ډېره میرمنې او ماشومان شامل دي.

نوموړی دغه راز په یو بل بیان کې لیکلي چې پاکستاني ځواکونو د کونړ په مرکز اسعد اباد او ناړۍ ولسوالۍ کې د ولسي خلکو کورونه په نښه کړي چې له امله یې ۱۱ ولسي وګړي وژل شوي ۶ نور ټپیان شوي دي.

له دواړو خواوو د جګړې د درولو غوښتنې

په همدې منځ کې د امریکا متحدو ایالتونو په پاکستان کې خپلو دېره اتباعو ته خبر ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې جګړې ته په پام له احتیاطه کار واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ایلسن هوکر پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د انساني تلفاتو خواشینې ده او غمرازي څرګندوي.

هغې همداراز لیکلي چې امریکا له نژدې وضعیت څاري.

د نړۍ یو شمېر هیوادونو او چارواکو له دواړو خواوو غوښتي چې جګړه ودروي او د سولې لپاره خبرې وکړي.

په دې لړ کې د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي مشرې کایا کالاس له دواړو هیوادونو وغوښتل چې د جګړې له پراخېدو ډډه وکړي او خبرو اترو ته کښېني.

اروپايي ټولنې هم په یوه اعلامیه کې د طالبانو له حکومت او پاکستانه غوښتي چې سملاسي د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

دې ټولنې جمعه د حوت ۷مه ناوخته په په یو اعلامیه کې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرښې په اوږدو کې هوايي حملې او د بریدونو زیاتېدل راپور شي چې دا د سیمې لپاره جدي پایلې لرلی شي.

په اعلامیه کې راغلي چې دواړه لوري خبرو ته رابولي او دا چې ټول اړخونه دې د نړیوالو بشر دوستانه قوانینو درناوي او د ملکي وګړو او ملکي بنسټونو ساتنه تضمین کړي.

ایران چې په خپله نن تر حملې لاندې دی، د باندنیو چارو وزارت یې په یوه بیان کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې پر پراخېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ملګروملتو سرمنشي د اوربند غوښتنه کړې

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، انتونیو ګوتریش د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فوري اوربند غږ کړی او د جګړې پر پراخېدو یې ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده.

تر دې مخکې قطر، سعودي عربستان او ترکیې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې د درېدو او د سولې د خبرو د پیلېدو غوښتنه کړې وه.

متحده عربي امارات د خبرو وړاندیز کوي

متحده عربي اماراتو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړو د بیا پیلېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو لوریو یې غوښتي چې زغم وښيي او له هر ډول تاوتریخوالي چې سیمه نوره هم بې‌ثباته کولی شي، ډډه وکړي.

د یوې رسمي اعلامیې له مخې، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت عقلانیت او هوښیارۍ ته د لومړیتوب پر ورکولو ټینګار کړی او د اختلافونو د حل لپاره یې د دیپلوماتیکو لارو د کارولو غوښتنه کړې ده.

وزارت ټینګار کړی چې خبرې اترې د جنوبي اسیا د امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره حیاتي ارزښت لري.

متحده عربي امارات همداراز د هغو نوښتونو ملاتړ بیا تکرار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د ودې او د باور د جوړولو په هدف ترسره کېږي، او ټینګار یې کړی چې د سولې او پرمختګ لپاره د خلکو ګډې هیلې باید پوره شي.

د پنجاب پولیسو د افغان کډوالو نیونو ته زور ورکړ

د پاکستان دولتي راډیو نن اعلان وکړ چې د دغه هیواد د پنجاب پولیسو په ټول ایالت کې د ناقانونه افغان وګړو پر ضد روان عملیات نور هم سخت کړي دي.

د پنجاب پولیسو د ویاند په وینا، تر دې دمه له پنجاب څخه له ۳۲ زره څخه زیات افغان وګړي بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه کړل شوي، او شاوخوا ۹۰ کسان دا مهال په بېلابېلو لنډمهاله ساتنځایونو کې موجود دي او د ایستلو په تمه دي.

په همدې تړاو، د پنحاب پولیسو یوه چارواکي عبدالکریم په ټول ایالت کې د لوړې کچې امنیتي چمتووالی اعلان کړی، څو ډاډ ترلاسه شي چې ټول ناقانونه افغان وګړي له پنجاب څخه بېرته ایستل کېږي.