اسراییل او امریکا پر ایران ( همغږي) بریدونه کړي دي

په تهران کې د چاودنې صحنه

راپورونه وایي چې اسراییل او امریکا په همغږۍ سره نن شنبه په ایران بریدونه کړي دي.

اسراییل وایي ( د ایران د ګواښونو د مخنیوي لپاره یې) پر دغه هېواد نن بریدونه پيل کړي دي.

له دې سره همهاله د ایران کورنیو رسنیو په پلازمېنه تهران کې د څو چاودنو راپور ورکړی دی.

په تهران کې چاودنې د جمهوري واټ او پاستور میدان شاوخوا کې شوي دي.

چاودنې په ځایي وخت سهار مهال لس بجې شوې دي.

تراوسه په کې د مرګ ژوبلې او زیانونو راپورونه نه دي ورکړل شوي.

په رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د چاودنو له ځایه لوګي پورته کیږي.

بل لورته د فرانسې خبري اژانس په بیت المقدس کې " د جدي خبرداري" رپور ورکړی دی او ویلې یې دي چې اسراییل کې د خطر زنګ وهل شوی دی.

اسراییل فکر کوي چې ایران به یې د بریدونو ځواب ورکړي.

د اسراییل دولت په رسمي پاڼه لیکلي، د ایران د ګواښونو د مخنیوي لپاره یې دغه بریدونه کړي دي.