په داسې حال کې چې د ایران په شاوخوا کې د امریکا پوځي تیارۍ زیاتې شوي د ترکیې له استانبول ښار څخه تهران ته الوتنې پرون ماښام وځندول شوې.
د استانبول نړیوال هوايي ډګر پرون اعلان وکړ چې تهران ته د ترکش ایرلاین او دوو ایراني هوايي شرکتونو الوتنې کنسل شوې دي.
همداراز د ایران شمالي ښار تبریز ته د ترکش ایرلاین یوه الوتنه چې د نن سهار لپاره پلان شوې وه، هم کنسل شوې ده.
په عین حال کې د ایټالیا د بهرنیوچارو وزارت پرون جمعه له ایټالوي وګړو وغوښتل چې له ایران څخه ووځي. دې وزارت په یوه بیان کې وویل، هغو ایټالوي وګړو ته چې د ګرځندویانو په توګه ایران ته تللي او شتون یې هلته ډېر حتمي نه دی سپارښتنه کېږي له هغه ځایه ووځي.
داسې مهال چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه له امریکا سره مذاکراتو تراوسه کومه ملموسه نتیجه نه ده ورکړې، متحدوایالتونو پر ایران له احتمالي پوځي برید مخکې په منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړی دی.