ایراني چارواکي وايي د افغانستان او ایران ترمنځ د اورګاډي له لارې د تجارتي راکړې ورکړې کچه اولس ځلې زیاته شوې ده.
مهر دولتي خبري آژانس پرون جمعه (د کب ۸مه) د ایران د اورګاډي د ادارې دبهرنۍ سوداګرۍ د څانګې د مشر شهریار نقي زاده له قوله خبر ورکړ چې نوموړی وايي، د تېر ۲۰۲۵ کال له مارچ میاشتې راهیسې د روان ۲۰۲۶ کال تر فبروري میاشتې پورې له افغانستانه شاوخوا ۶۵۰ زره ټن توکي د اورګاډي په وسیله افغانستان ته لېږدول شوي دي.
نوموړي ویلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اورګاډي له لارې د توکو د انتقال کچه به د روان لمریز کال ترپایه ۷۵۰ زره ټنو ته ورسېږي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزیتي لارې د تېر ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې وروسته له هغه بندې شوې چې د دواړو هېوادونو ځواکونو نښتې وکړې. له هغه وروسته له ایران سره د افغانستان د سوداګرۍ په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغی.