د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر: وضعیت له نژدې څاري، امریکایان دې افغانستان ته سفر نه کوي

ډان براون، د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیر ویلي " د طالبانو او پاکستان ترمنځ له رامنځته شوې جګړې خبر دي" او په خبره یې وضعیت له نژدې څاري.

ډان براون چې دفتر یې په دوحه کې دی دا څرګندونې نن جمعه ( د کب ۸مه) پر خپله ایکس پاڼه کړي دي.

نوموړي امریکایي اتباعو ته خبرداری ورکړی چې په دغسې وضعیت کې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
د سفر د بندیز په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان کې د کورنۍ نارامۍ، جرمونو، ترهګرۍ ، توقیف او اختطاف خطرونه شته دي.

پر امریکا سربیره د قطر، ایران، سعودي عربستان ، ترکیې او یوشمېر نورو هېوادونو چارواکو او ډيپلوماتانو له دواړو لورو د زغم او جوړجاړي غوښتنه کړې.