په کابل کې عیني شاهدانو ازادي راډيو ته ویلي چې د جیټ الوتکو غږونه او د څو چاودنو غږونه یې اوریدلي دي.
د کابل یوه اوسیدونکي د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د لږ تر لږه ۲ چاودنو غږونه یې اوریدلي.
ځایي رسنیو له هغې ډلې پژواک اژانس بیا د عیني شاهدانو په حواله لیکلي چې پر کابل سربیره کندهار او پکتیا کې هم د چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.
د نورو جزییاتو لپاره له ازادي راډيو سره پاته شی.