مجاهد: د پاکستاني پوځیانو پر مراکزو او نظامي تأسیساتو پراخ تهاجمي عملیات" پيل شوي

ارشیف

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي" د ډیورند کرښې په اوږدو کې یې د پاکستاني پوځیانو پر مراکزو او نظامي تأسیساتو پراخ تهاجمي عملیات" پيل کړي دي.

که څه هم د دغو عملیاتو جزییات تراوسه نه دي معلوم، خو کورنیو رسنیو د طالبانو د دفاع وزارت د چارواکو په حواله ویلي چې دا بریدونه د خوست، پکتیا، نورستان او ځینو نور سیمو په مربوطاتو کې پيل شوي دي.

ذبیح الله مجاهد نن ( د کب ۷مه) ماخوستن پر مهال پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، دا بریدونه د هغه په ټکو " د پاکستان د پوځي حلقي د بار بار تمرد او سرکشیو په غبرګون کې" شوې دي.

دا بریدونه داسې مهال کیږي چې پاکستان د تېرې یکشنبې په شپه پر ننګرهار او پکتیکا ولایتونو هوایي بریدونه وکړل چې د طالب چارواکو په وینا لسګونه ملکیانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د پاکستان په بریدونو کې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ اتلس غړي ووژل شول.

تر برید وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما هم وویل، معتبر راپورونه یې ښيي چې بهسود کې د پاکستان برید لږ تر لږه ۱۳ ملکیان وژل شوي دي.

پاکستان ادعا کړې وه چې هغه بریدونه یې د ټي.ټي پي او داعش خراسان څانګې پر پټنځایونو کړي دي.

طالبانو بیا وویل چې په مناسب وخت کې به دغو بریدونو ته ( حساب شوی) ځواب ورکوي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت هم پر ډیورند کرښه د طالبانو له خوا بریدونه تایید کړي دي.

یوې سرچینې د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښې په ۱۶ سیمو کې بریدونه پيل شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو پوځیان له پاکستاني پوځیانو سره پوله کې په جګړه اوړي.

د تېر کال په اکتوبر کې هم پر کابل او پکتیکا ولایتونو د پاکستان د هوایي بریدونو په غبرګون کې دواړو خواوو د ډیورند کرښې په اوږدو کې خونړۍ جګړه وکړه.

هغې جګړه کې دواړو لورو ته لسګونه پوځیان او ملکیان ووژل شول او له همغه وخته راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ ټولې لارې هم تړل شوي دي.