د افغانستان کورنیو رسنیو په ختیځ کې د طالبانو د پوځي چارواکو په حواله ویلي چې په ځایي وخت ماښام ۸ بجې پر پاکستاني پوستو د دوی له خوا بریدونه پيل شوي دي.
رویټرز اژانس هم د طالبانو د پوځي چارواکو په حواله شیبه وړاندې ورته راپور خپور کړی او ویلې یې دي چې د طالبانو له خوا پر پاکستان غچ اخیستونکي بریدونه پيل شوي دي.
کورنیو رسنیو د طالبانو د دفاع وزارت په حواله ویلي چې دغه عملیات د ډیورند کرښې په اوږدو کې په خوست، پکتیا، نورستان او ځینو نورو سیمو کې پيل شوي دي.
دغه بریدونه وروسته تر هغه کیږي چې پاکستاني الوتکو د تیرې یکشنبې په شپه پر ننګرهار او پکتیکا مرګوني هوایي بریدونه وکړل.
هغه مهال طالبانو وویل چې لسګونه ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په خبره یې د دغو بریدونو ځواب به ورکوي.
پاکستان هغه مهال ادعا وکړه چې په خپلو هوایي بریدونو کې یې د تحریک طالبانو پاکستان او داعش خراسان څانګې پټن ځایونه په نښه کړي دي.