د کابل د دریم مکروریان د سیمې اوسېدونکې خاطره وايي"پخوا چندرو ډېره کېده، خو اوس ډیره کمه شوې ده، یو نیم ځای ماشومان ګورو چې دا لوبه کوي. ډیرې لوبې هیرې شوي. مونږ چې ماشومان وو، جز بازي به مو کوله او خیزونه به مو وهل. دا یو ډول جسمي فعالیت و. "
د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف ښار اوسېدونکې ۹ کلنه حنا وايي میندې او پلرونه یې بهر د لوبو اجازه نه ورکوي، نو ځکه دوی له له چیندو او نورو لوبو له کولو بې برخې دي، دا چې ولې هغه وايي:
" ځکه چې نجونو ته یې میندې او پلرونه اجازه نه ورکوي چې له کوره ووځي، ژمي کې هوا ډیره سړه وي ناروعان کېږو، سینه بغل کېږو، ګرمۍ کې بیا لمر ډیر تیز وي، که بهر ووځو شاید ناروغان شو. "
د ماشومانو روزونکي په دې باور دي چې چندرو هم د جسمي ودې او هم د ذهني فعالیت لپاره یوه ګټوره لوبه ده.
خو د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکې پاکیزه بیا اوس هم چیندرو لوبه کوي او پالي یې.
دیارلس کلنې پاکیزې آزادۍ راډیو ته وویل"مونږ چې کله له مکتوبونو او مدرسو راشو، کوڅو ته وځو، خپلې ملګرې ټولې راټولې کړو، چیندرو رسم کړو او چیندرو کوو. په کلیو او بانډو کې دا رواج شته، په اخترونو کې خپلې ډیرې همزولې راټولوو، چیندرو کوو او خوند ترې اخلو."
چیندرو لوبه چې جزبازي هم بلل کېږي او په بېلابیلو سیمو کې په بېلابېلو نومونو پېژندل کېږي یوه ډله ییزه لوبې ده چې له یو نه په زیاتو کسانو کېږي. د ګیلاس د بیخ په اندازه یوه هواره او ګرده تیږه یې وسیله ده.
ماشومان په تباشیر یا سکور په ځمکه یو اوږد مسطیل شکل باسي او بیا یې په څو برخو ویشي، چې شکل یې تقیریباً د لرګیو زینې ته ورته وي، هرې برخې ته یې خانه یا کور وايي.
لومړی یو ماشوم خپله تیګه په لومړۍ خانه کې اچوي او بیا یې په یوه پښه له هغې خانې څخه راباسي او په ترتیب سره یې نورو خانو ته ټیل وهي. که چیرې پښه یې په کوم خط راغله نو بیا هغه سوځېدلې بلل کېږي او د بل ماشوم نوبت راځي.
په دې لوبه کې خانې یا کورونه هم مهر کېږي چې مقابل کس هلته د پښې ایښودلو اجازه نه لري او باید ټوپ ترې ووهي. هر چا چې ډیرې خانې واخیستې او لوبه یې بلې ته سخته کړه چې نور یې د مخته تګ امکان نه وي همغې ګټلې ده.
د چیندرو د نوم په څېر د دې لوبې د کولو طریقه او ان د شکل جوړول هم په بېلابیلو سیمو کې توپیر لري.
خو د چیندرو د نوم په څېر د دې لوبې د کولو طریقه او ان د شکل جوړول هم په بېلابیلو سیمو کې متفاوت دي.
د ماشومانو روزونکي په دې باور دي چې دا لوبه هم جسمي او هم ذهني فعالیت دی نو باید وساتل شي.
ښوونکې، انځورګره او د ماشوم د ادبیاتو د کور غړې ساره سعیدي په دې باور ده چې کورنۍ باید ماشومان دې لوبو ته وهڅوي.
آغلې سعيدي وايي"دا د میندو او پلرونو دنده ده چې خپل ماشومان وهڅوي څو داسې لوبې وکړي چې په هغې کې جسمي او ذهني فعالیت دواړه وي. دا ډیرې ګټورې دي، ان زه کله فکر کوم، چې که څوک وکولای شي په واټونو ځني لوبې، مثلا د همدې جز لوبې یو چوکاټ رسم کړي، حتی لویان چې کله تیرېږي یو څو ځله یې ترسره کړي ماشومتوب به یې وریاد شي."
د یادونې ده چې د چیندرو په شان ډیرې نورې لوبې هم شته چې پخوا به هم په کلیو او ښارونو کې ډیرې کېدې خو اوس کمې شوي، لکه رسۍ کشول، خوسی، نانځکې کینول، رسۍ وهل یا ریسمان بازي، ګاټي یا پنجاق، ډانګ او ډۍ او نور چې اوس یا بیخي نشته او یا کمې شوې دي.