حمد الله فطرت د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند دچهارشبنې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د هندوانو او سیکانو د شورا رئیس منجیت سنګ لامبه د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع سره په غونډه کې د غصب شویو ځمکو او ملکیتونو ، برښنا او دیوناني طبابت د جواز ترڅنګ ، د کابل شوربازار کې د درمسال په اړه چې د سړک د نقشې لاندې راغلی خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.
خبر زیاتوي چې ډاکټر ملا عبدالواسع ورغلي پلاوي ته ډاډ ورکړی دی چې ستونزې او غوښتنې به یې له اړوندو ادارو او مسئولینو سره شریکې کړي.
د طالبانو حکومت مخکې ویلي وو چې د هندوانو او سیکانو د هغو جایدادونو او ملکیتونو د ازادولو لپاره چې د تیرو حکومتونو په مهال غصب شوي د عدلیې وزارت لخوا یو ځانګړی کومیسیون جوړ شوی دی.
د بښنې نړیوال سازمان تیر کال په خپل راپور کې د هندوانو او سیکانو په شمول په افغانستان کې د لږکیو د حقوقو د نقض خبره کړې وه.
د افغان هندوانو او سیکانو اقلیت چې پخوا کلونو کې یې شمیر لسګونو زرو کسانو ته رسیده پلازمینه کابل او نورو لویو ښارونو کې کار اوبار او تجارت کاوه خو د تیرو درې لسیزو د جګړواو ناکراریو له امله ددوی ګڼ شمیرکسان له افغانستانه بهرته کډه شول.