پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د صوابۍ د پولیسو د مرکزي قرارګاه مرستیال مشرې الینا شکیل پرون له برکای کمپ څخه د لیدنې پرمهال افغان کډوالو ته خبرداری ورکړ چې د پاکستان حکومت رسما دا کمپ بند کړی دی.
مېرمن شکیل له ټولو کډوالو غوښتي دي چې د اسلام آباد له پالیسیو سره سم د کډوالو د خپلې خوښې ستنېدو په چاره کې له چارواکو سره همکاري وکړي.
د پاکستان حکومت له ۲۰۲۳ کال راهیسې د افغان کډوالو جبري ایستل پیل کړي خو په وروستیو میاشتو کې یې دا لړۍ چټکه کړې ده.
د تېرکال د سپټمبر په ۲۵مه د پاکستان د ایالتونو او سرحدونو چارو وزارت په یوه رسمي مکتوب کې خبرداری ورکړ چې په خیبرپښتونخوا، سند او پنجاب کې د افغان کډوالو شپاړس کمپونه تړل کېږي.
ډېری دا کمپونه د اتیایمې لسیزې په لومړیو کې جوړ شوي او تراوسه هم هلته لسګونه زره کډوال ژوند کوي.