ښاغلي ټرمپ د فبروري په ۲۴مه د امریکا د کانګرس دواړو خونو ته په څه کم دوه ساعته وینا کې چې د امریکا په تاریخ کې د یوه ولسمشر تر ټولو اوږده وینا وه د ایران په اړه ډېر وغږېد او ویې ویل، ایران ته د تېرځل حملې پرمهال خبرداری ورکړل شوی و، چې په راتلونکي کې هېڅکله د وسلو په تېره د اټومي وسلو د جوړولو د پروګرام د بیارغونې هڅه ونه کړي، خو د ده په وینا ایران دا هڅې بیا پیل کړې.
ټرمپ وویل زما لومړیتوب ډیپلوماسي ده خو یوه خبره دې روښانه وي چې زه به هېڅکله د تروریزم لومړۍ درجه پالونکي ته چې اوس مهال د اټومي وسلو جوړول غواړي د دې کار اجازه ورنه کړم.
د امریکا ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د روانې فبروري میاشتې په ۲۶مه د خبرو د بل پړاو له پیل مخکې د امریکا پوځ په منځني ختیځ کې خپلې جنګي کشتۍ او تجهیزات ځای پرځای کړي دي.
د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي پر ټولنیزو شبکو په یوه بیان کې چې ظاهرا د ټرمپ د وینا په ځواب کې یې خپور کړی، ویلي هغه ادعاوې چې د ولسمشر ټرمپ اداره یې د ایران د اټومي پروګرام، بالستیک توغندیو او په دې هېواد کې د تېرې جنوري میاشتې د اعتراضونو د قربانیانو د شمېر په اړه کړې دي، یوازې د لویو درواغو تکرار دي.
ښاغلي ټرمپ همداراز د خپلې وینا په بله برخه کې ژمنه وکړه چې د اوکراین د جګړې د ختمولو لپاره به خبرو ته دوام ورکړي.