ریچارډ بینېټ: د طالبانو پالیسیو د افغان نجونو او مېرمنو پر روغتیا ناوړه اغېز کړی

Richard Bennett

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپورتر وايي چې د طالبانو پالیسیو د افغان مېرمنو او نجونو پر روغتیا ناوړه اغېز کړی دی.

ریچارډ بینېټ په خپل تازه راپور کې چې نن چارشنبې (د کب ۶مه) خپور شو ویلي دي چې طالبانو پر افغانستان له بیاواکمنېدو وروسته د جنسیت پربنسټ د تبعیض داسې یو منظم سیسټم رامنځ ته کړی چې زده کړو، کار، صحي پاملرنې، تګ راتګ او په عامه ژوند کې د ښځو ګډون محدودوي. بینیټ دا سیسټم له بشري ضد جرمونو سره انډول بللی دی.

راپور ټینګار کوي چې دا تبعیضي پالیسي نه یوازې د ښځو بنسټیز حقوق تر پښو لاندې کوي بلکې د هېواد په کچه د روغتیايي سیسټم پایښت هم ګواښي.

ښاغلي بینیټ د دې وضعیت د پای ته رسولو لپاره د بېړني او دوامداره نړیوال اقدام غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې که داسې ونه شي نو افغانستان به یې له اوږدمهاله ناوړه عواقبو سره مخامخ شي.

طالبانو د ښاغلي بینېټ د تازه راپور په اړه تراوسه څه نه دي ویلي خو مخکې له دې یې د نوموړي راپورونه له حقایقو لیرې بللي او افغانستان ته یې د هغه پر تګ راتګ هم بندیز لګولی دی.