د طالبانو او پاکستان چارواکو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې تایید کړې دي

د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالي، د پاکستان له بمبارۍ وروسته

طالبانو او پاکستاني چارواکو تایید کړې ده چې ځواکونو یې تېره شپه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې کړې دي.

د طالبانو د حکومت یوې سرچینې د خپل نوم نه ښودلو په شرط بېګا ناوخته ازادۍ راډیو ته تایید کړه چې د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ په شاه کوټ سیمه کې د دوی د پوله ساتو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې ده.

سرچینې زیاته کړه چې نښته پاکستاني لورې پیل کړه او د طالبانو ځواکونو ځوابي ډزې وکړې. د سرچینې په وینا نښته پای ته رسیدلې او مرګژوبله نه لري.

بل خوا د پاکستان د صدراعظم یوه ویاند مشرف زیدي تېره شپه پر ایکس شبکې ولیکل چې د طالبانو ځواکونو په تورخم او تیرا سیمو کې پر پاکستاني ځواکونو بې دلیله ډزې کړي چې امنیتي ځواکونو يې سمدستي ځواب ورکړی دی.

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ دا نښتې وروسته له هغه کېږي چې تېره شنبې د پاکستان جنګي الوتکو په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې هوايي حملې وکړې. دې حملو د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د ۱۸ غړو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوړله.