له طبیعي بوټو جوړې مسالې او د روغتیا لپاره د هغو زیانونه

د مسالو دوکان (آرشیف)

د مسالو او طبیعي بوټو کارونه د افغانستان په ډېرو سیمو کې د خلکو د ورځني ژوند یوه مهمه برخه ده او یو شمېر خلک د بېلابېلو ناروغیو د مخنیوي یا اغېزو د کمولو لپاره هم کار ترې اخلي.

د مسالو او طبیعي بوټو عطر نه یوازې د افغانستان په ځینو بازارونو کې احساسېږي، بلکې د پخلي پر مهال یې یو شمېر کورونه هم خوشبویه کړي وي.

دا دودیز مواد، نه یوازې د خوړو خوند برابروي، بلکې په دودیز طبابت کې هم ډېر کارول کېږي او ډېری خلک د ځینو روغتیايي ستونزو د درملنې او تسکین لپاره هم ورڅخه ګټه اخلي.

د بامیان ولایت یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل“یو علت چې د افغانستان خواړه په نړۍ کې په خوندورو خوړو مشهوره دي دا دی چې خلک په پخلي کې له بېلابېلو طبیعي مسالو او بوټو کار اخلي او بل اکثره خلک پر پخلي سربېره دا مسالې د ځینو ناروغیو د درملنې لپاره هم کاروي. په بامیانو کې دا بوټي او مسالې ډېرې دي، خو اوس د دې لپاره چې وچکالي ده نو په غرونو کې د تېر په شان ډېر دا بوټي نشته، خو بیا هم بامیان د دې بوټو لرونکو ولایتونو څخه دی.”

په افغانستان کې مسالې او طبیعي بوټي نه یوازې په خوړو کې بلکې د ناروغیو د علاج لپاره هم کارول کېږي.

د ځینو نورو ولایتونو اوسېدونکي وایي دا چې ځیني خلک په خپلو سیمو کې نږدې روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري او یا د درملو وس نه لري، نو د بېلابېلو ناروغیو لپاره له همدې بوټو کار اخلي.

له دې ډلې د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي وايي“دلته خلک د ځینو ناروغیو لپاره یوناني طبیبانو ته ورځي، که د معدې علاج وي که د بې اولادۍ یا بواسیرو، یا که نور تکلیفونه ولري، حکیمانو ته ورځي. دلته خلک سپېرکۍ د خېټې د درد او بارتن/ بارتنګ د ماشومانو لپاره کاروي، ګوټي او غوزه چې اوبو کې یې ایشوي د ماشومانو سینه پرې ښه کېږي، ځینې وخت میندې د خېټې شدید درد ته د انار پوست اېشوي، دلته یو رقم بوټي هم شته چې خلک یې د ملاریا لپاره کاروي، دې ته ورته ګنډوي بوټی دی چې اوبه یې ډېرې ترخې هم دي، خو خلک یې کاروي، ډېری خلک یې خپله کورونو کې وچوي یا یې د سېکانو له دکانونو اخلي.”

مسالې او طبیعي بوټي بیا د افغانستان په یو شمېر سیمو کې هم ګرم بازار هم لري.

په دې اړه نور:

د افغانستان پیرکیو د نړۍ دودیزو خوړو د معرفۍ سیالۍ کې دېرشم مقام خپل کړی

د کابل د پل باغ عمومي سیمه کې د پخلي لپاره د مختلفو مسالو او طبیعي بوټو پلورونکی برکت الله چې د پلار په ګډون یې د کورنۍ مشرانو له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې په دې برخه کې کاروبار کړی، وايي“موږ د وریجو، قورمې، شوربا، کباب، کبانو، منتو او نورو خوړو لپاره مسالې لرو. ۴۰ کاله کېږي چې په دې برخه کې کاروبار کوو؛ دا ۴۰ کاله پر همدې کراچۍ کار کوم او د پلار دکان مې بیا منډوي کې دی. موږ پکې ډېر سابقه کار یو، ان له پلار او نیکونو دا کاروبار راته پاتې دی.”

د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی سید نبي راشد چې د یوناني طب طبیب او د طبیعي بوټو پلورونکی دی هم وایي چې دی نه یوازې له تېرو ۳ کلونو راهیسې په دې برخه کې کار کوي، بلکې په وینا یې له همدې طبیعي بوټو د یوناني درملو جوړولو په برخه کې یې په پاکستان زده کړې کړي او اوس هره ورځ لسګونه کسان د مختلفو روغتیایي ستونزو لپاره د دې بوټو اخیستو ته ورځي.

ځیني روغتیاپالان وایي چې د طبیعي بوټو او مسالو ناسمه کارونه کولای شي د انسان روغتیا ته زیان واړوي.

راشد وايي“موږ د دې بوټو کار کوو او بېلابېل بوټي کاروو، تېره شپه مې د معدې د ګازو لپاره یوه کپه جوړه کړه، د هاضمې سیسټم، قبضیت او بې اشتهایۍ لپاره، بل په یوه بله نسخه کار کوم چې بدن د خونديټوب او د هغو کمزورو یا د پاخه عمر لرونکو خلکو لپاره ده چې د کلسیمو کمی ولري. په ورځ کې له اتو تر شلو پورې کسان راځي، ان له لیرې سیمو هم خلک راځي او بیا ډېر خوشحاله وی.”

دا په داسې حال کې ده چې ځیني روغتیا پالان بیا وايي چې د طبیعي بوټو ناسمه کارونه کولای شي د روغتیايي ستونزو لامل شي.

له دې ډلې د داخلې ناروغیو متخصص ډاکتر عطاالله صیام ازادي راډیو ته وویل“دا بوټي د یوناني طبابت برخه ده او ډېری وخت د ځینو ناروغبو د درملنې لپاره ګټور تمامېږي، خو په افغانستان کې دا بوټي او درمل داسې خلک کاروي او پلوري یې چې هغوی یې مسلکیان نه وي. دوی څو بېلابېل بوټي ګډوي او په دې نامه یې خلکو ته ورکوي چې درملنه یې کېږي، خو موږ ډېر داسې ناروغان لرو چې له همدې بوټو ورته ستونزې پیدا شوي. مثلا د معدې، پښتورګو او ځینو نورو ناروغیو باندې یې اخته کړي. دا بوټي چې څوک یې سپارښتنه کوي باید په اړه یې معلومات ولري، یعنې د ناروغ عرایض او علایم ټول په نظر کې ونیول شي.”

په دې اړه نور:

د زعفرانو په کښت کې سلګونه ښځې بوختې دي، دوی وایي که محدودیتونه کم شي، حاصلات نړیوالو بازارونو ته رسولی شي

دا چې افغانستان غرنی هېواد دی، مختلف طبیعي بوټي لري چې ځیني یې په لوړو بیو نړیوالو بازارونو ته هم صادرېږي.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو کلونو (۲۰۲۴ او ۲۰۲۵) کې په ټولیز ډول د نړۍ مختلو هېوادونو په ځانګړې توګه اسیایي او اروپایي هېوادونو ته د ۶۷ میلیونو ډالرو په ارزښت ۳۸ زره ټنه زعفران چې له مهمو او با ارزښتو بوټو څخه ګڼل کېږي او پاتې ۱۵ زره او ۲۰۰ ټنه نور مختلف طبیعي بوټي صادر شوي چې ترې ۲۰ میلیونه ډالر عاید ترلاسه شوی دی.

د دې بوټو کاروباریان او پوهان وایي که د دغو طبیعي شتمنیو ساتنه، معیاري تولید او اغېزناکه بازارموندنه په سمه توګه مدیریت شي، نو نه یوازې به د کلیوالو اقتصاد پیاوړی شي، بلکې افغانستان به وکولای شي خپل دغه ډول دودیز محصولات په نړیوال بازار کې لا پراخ کړي.