امیرخان متقي پر افغانستان د پاکستان د حملو په اړه د م. م د سرمنشي له مرستیالې سره خبرې کړي

عکس له آرشیف څخه

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزیر امیرخان متقي د ملګروملتو د سرمنشي له مرستیالې روزمېري دې کارلو سره پر افغانستان د پاکستان د وروستیو حملو په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیوچارو وزارت په یو بیان کې چې نن سه شنبې (د کب ۵مه) خپور شو ویلي دي چې ښاغلي متقي په دې ټلفوني خبرو کې د دې حملو او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

په بیان کې د متقي له قوله راغلي دي چې په تېرو څلورو کلونو کې د پاکستان په هوايي حملو کې یوازې ملکي وګړي په نښه شوي دي. د بیان له مخې ښاغلي متقي همداراز ویلي دي چې په افغانستان کې هېڅ یوه وسله واله ډله نه شته او بهرني ډیپلوماتان کولای شي د پاکستان د حملو له سیمو څخه لیدنه وکړي.

په بیان کې د مېرمن دې کارلو له قوله ویل شوي دي چې نوموړې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې له کبله اندېښنه ښودلې، ویلي یې دي چې د پاکستان د هوايي حملو مسئله به د ملګروملتونو غړو هېوادونو ته وریاده کړي. د دې ټلفوني خبرو په اړه ملګروملتونو تراوسه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د دوشنبې په ورځ وویل د ننګرهار په بهسودو او خوګیاڼیو ولسوالیو کې د پاکستان وروستي برید د ښځو اوماشومانو په ګډون ۱۳ تنه وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي.

د پاکستان پوځ تېره شنبې د پکتیکا او ننګرهار ولایتونو پر یوشمېر سیمو هوايي حملې وکړې. پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې په دې حملو کې د پاکستاني طالبانو په ګډون له اویا ډېر وسله وال وژل شوي خو د طالبانو حکومت ویلي چې برید پر ملکي وګړو شوی دی.