د بښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنیشنل پر افغانستان د پاکستان په هوايي حملو کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله ژوره اندېښنه ښودلې او په دې اړه یې د څېړنو غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د دوشنبې په ورځ وویل د ننګرهار په بهسودو او خوګیاڼیو ولسوالیو کې د پاکستان وروستي برید د ښځو اوماشومانو په ګډون ۱۳ تنه وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي.
د بښنې نړیوال سازمان نن سه شنبې (د کب ۵مه) پر خپله ایکس پاڼه د یوه بیان په خپرولو سره وویل چې په ننګرهار کې د فبروري په ۲۱ او ۲۲مه د پاکستان په هوايي حملو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله باید د رښتینو، خپلواکو او بې پرې څېړنو په ترڅ کې وارزول شي.
د پاکستان پوځ د شنبې په شپه د پکتیکا او ننګرهار ولایتونو پر یوشمېر سیمو هوايي حملې وکړې. د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ویلي دي چې په دې حملو کې د تحریک طالبان پاکستان او داعش ډلې مرکزونه په نښه شوي خو د طالبانو حکومت ویلي چې برید پر ملکي وګړو شوی دی.
د بښنې نړیوال سازمان د تېرکال د اکتوبر او ډسمبر میاشتو ترمنځ د پاکستان په هوايي حملو کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما د تېرو ارقامو یادونه کړې چې له مخې یې اویا تنه ملکي افغانان وژل شوي او څلورسوه اته اویا نور ټپیان شوي دي او ویلي یې دي چې دا لومړی ځل نه دی چې د ملکي افغانانو پر وړاندې له زور څخه کار اخیستل کېږي.
ایمنسټي انټرنیشنل پر ښکېلو خواوو غږ کړی دی چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.