انالینا بربوک هغه جاج وننګوه چې ګواکې د کابل طالبان د کندهار پرتله معتدله دي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، ارشیف

په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوشپیتمه غونډه دوشنبه د فبرورۍ ۲۳مه، د افغانستان د بشري وضعیت په تړلو اندیښنو سره پېل شوه.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې مشرې انالینا بربوک غونډې ته په خپله وینا کې په افغانستان کې له کار او زده کړو د ښځو او نجونو محرومیت د بشري حقونو تر ټولو بده سرغړونه وبلله.

هغې وویل، هغه تصور هم سم نه دی چې ګواکې د کابل طالبان د کندهار د هغو پرتله معتدله دي او ممکن پر ستونزو غالبه شي. "فکر کوم ستاسو به ښه په یاد وي، ځکه دا تاوده بحثونه او سختې پریکړې دي. ځینې داسې استدلالونه هم وو چې ویل یې ، ښه دلته کندهار دی، کابل ممکن متفاوت وي، ممکن یو څه معتدل ( طالبان) په کې وي چې کولای شي غالبه شي."

میرمن بربوک زیاته کړه چې نړۍ باید له دې وضعیته درس اخیستی وي او نور باید په روان وضعیت باندې سترګې پټې نه کړي.

نوموړې وویل، په داسې وضعیت کې چې نجونې او ښځې په افغانستان کې د تعلیم او تحصیل او ان د ملګرو ملتونو په ادارو کې د کار اجازه نه لري، پر دې باید بحث وشي چې څنګه دغه هېواد ته بشري مرستې واستول شي.

دا اندیښنې داسې مهال راپورته کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو د تعلیم او تحصیل، کار او ټولنیزو چارو کې د ګډون بندیزونه لا پر خپل ځای دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه راپور کې وړاندې ویلې وو چې د طالبانو حکومت د نژدې ۷۰ فرمانونو له مخې د ښځو ازادۍ او حقونه محدود کړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندیشه د افغانستان په اړه د انالینا بربوک د خبرو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان په اړه نور پراخ بحثونه هم پر لاره دي. " د شورا د غونډو په دوام، ټاکل شوې د فبرورۍ په ۲۶مه د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي چې هلته به د افغانانو د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارد بېنیټ خپل راپور واوروي. د هغه راپور به د بشري حقونو پر مسلو او روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي پر موضوعاتو ورټول وي. د بشري حقونو د عالي کمیسارۍ دفتر هم له کابله یو راپور لري چې غونډې ته به وړاندې شي."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ۶۱مه غونډه دوشنبه د فبرورۍ ۲۳مه په جنوا کې پيل او د مارچ میاشتې تر ۳۱مې دوام کوي.

له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، په وار وار یې د ښځو په وړاندې فرمانونه او تګلارې غندل شوي، خو هغوی د خپلو تګلارو دفاع کوي او ادعا لري چې د ښځو حقونه یې د شریعت په چوکاټ کې تامین کړي دي.

د طالبانو له دغې ادعا سره د بشري حقونو د دفاع سازمانونه او ان د اسلامي همکاریو سازمان موافق نه دی او هغوی وایي چې طالبان له دیني نصوصو خپل شدید او سخت تفسیر لري.