ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د پاکستان پر ضد شکایت ثبت کړی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا - انځور پخوانی دی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ وايي چې پر افغان خاوره د پاکستان د وروستیو بریدونو په تړاو یې امنیت شورا ته خپل رسمي شکایت وسپاره.

د دې استازولۍ مشر نصیراحمدفایق دوشنبه سهار په خپله ایکس پاڼه په بیان کې لیکلي چې: «‏موږ د دغو سرغړونو د سمدستي بندېدو او څېړنې، حساب ورکولو، د ځمکنۍ بشپړتیا درناوي، د ملګرو ملتونو منشور ته ژمنتیا، او د نړیوالو قوانینو بشپړ رعایت غوښتنه کوو.»

د فایق په خبره د پاکستان په وروستیو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون عام وګړي وژل شوي.

د شنبې ماخوستن ناوخته د پاکستان جټ الوتکو په ننګرهار او پکتیکا کې یو شمېر سیمې بمبار کړې.

د ننګرهار په بهسودو کې د ښځو او ماشومانو په شمول د یوې کورنۍ اتلس کسان وژل شوي.

اخوا د پآکستان د پوځ مطبوعاتو ادارې ای اس پي ار نن په یوه بیان کې بیا لیکلي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د هغو وسله والو په ځپلو کې پاتې راغلی چې د دوی په ادعا له افغان خاورې پر پاکستان بریدونه پلان او ترسره کوي.
ای اس پي ار زیاته کړې چې د پاکستان پوځ به د دغو وسله والو پر ضد خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا خبرداری ورکړی چې د پاکستان په څېر دوی ملکیان هدف نه شي ګرځولی بلکې پاکستاني پوځیان به په نښه کړي:

"د دغو بریدونو په ځواب کې پاکستاني پوځیان په نښه کړو".


په دې اړه نور: مجاهد؛ پر ننګرهار د بریدونو اصلي جنایت کاران چې پاکستاني پوځیان دي په نښه کوو


ښاغلي مجاهد دا خبره د یکشنبې په ورځ له اریانا نیوز سره په یوې مرکه کې کړې ده.