جاپان د افغانستان د بیارغونې صندق ته نژدې ۳ میلیارده ډالر ورکړل

په کابل کې د جاپان سفیر د نړیوال بانک له استازي سره د مرستو تړون د لاسلیک پر مهال، سرچینه د جاپان سفارت

په کابل کې د جاپان سفارت وایي، د اړمنو افغانانو د لاسنیوي لپاره یې د افغانستان د بیارغونې صندوق ته دوه اعشاریه ۸ میلیونه ډالر ورکړي دي.

دغه سفارت نن یکشنبه ( د کب ۳مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دغې همکارۍ هوکړه یې له نړیوال بانک سره لاسلیک کړه.

وړاندې راغلي چې دا پیسې به د د اړمنو ښځو او ځوانانو په ګډون د زیانګالو افغانانو د ژوند په ښه والي ولګول شي.

دا مرسته داسې مهال کیږي چې د خوړو نړیوال سازمان تېره اونۍ وویل چې په افغانستان کې د لوږې کچه ګواښونکي حالت کې ده.