د طالبانو حکومت پاکستان ته د ( مناسب او حساب شوي) ځواب خبرداری ورکړ

پر خوست د پاکستان یو پخوانی برید. ارشیف

د طالبانو حکومت پر ننګرهار او پکتیکا ولایتونو د پاکستان د پوځ د تېرې شپې بریدونه په کلکو ټکو غندلي او د مناسب او حساب شوي ځواب خبرداری یې ورکړی دی.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت وایي چې په ننګرهار او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ په بیګنېو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان وژل او ټپيان شوي دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن یکشنبه ( د حوت ۳مه) یې خپره کړې دا بریدونه د افغانستان د هوایي حریم نقض بللی او د ( مناسب او حساب شوي) ځواب خبرداری یې ورکړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې بریدونه پر یوې مدرسې او ګڼو ملکي کورونو ترسره شوي دي.

کورنیو رسنیو لیکلي چې په ننګرهار کې دا بریدونه د بهسودو او خوګیاڼو ولسوالیو اړوند او پکتیکا کې ارګون او برمل ولسوالېو کې شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم دغو بریدونو ته منسوبې ویډیوګانې خپرې شوي چې په کې ښکاري عام خلک زیانمن شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه دا بریدونه د پاکستان د ( خاصې پوځي حلقې) کار بللی دی او لیکلي یې دي ( لسګونه ملکي وګړي شهیدان او ټپيان) شوي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت تېره شپه په یوه بیان کې لیکلي چې د افغانستان او پاکستان په پولو کې یې د پاکستاني طالبانو او د هغوی اړوند ډلو او داعش خراسان څانګې په اوه د دوی په خبره ترهګریزو کمپونو او پټنځایونو بریدونه کړي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان پر افغانستان دا ډول بریدونه کوي.

په تېره اکتوبر میاشت کې پاکستان ورته بریدونه پر کابل، ننګرهار او پکتیکا ولایتونو وکړل چې له کبله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوله کې څو ورځې خونړۍ جګړه رامنځته شوه.

له همغه وخته راهیسې تراوسه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ ټولې لارې هم تړل شوي دي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یوشمېر سیاسي څېرو او بشري سازمانونو د پاکستان بریدونه غندلي دي.