د افغانستان تکواندو لوبغاړې او د ښځو د حقونو فعالې مرضیه حمیدی د بشري حقونو او ډموکراسۍ لپاره د جینیوا په اتلسمه غونډه کې د ۲۰۲۶ کال د ښځو د حقونو نړیواله جایزه ترلاسه کړه.
دا جایزه د چهارشنبې په ورځ د سلواغې په ۲۹ د افغانستان د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره د هغې ژمنتیا ته د درناوي په پار ورکړل شوه.
اغلې حمیدي پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته فرانسې ته کډه شوې ده.
طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې ښځې په ډېرو دولتي ادارو کې له کار کولو منع کړې دي.
طالبانو همدارنګه له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو راګرځولي او پوهنتونونه یې هم د نجونو او ښځو پر مخ تړلي دي.
په افغانستان کې ښځې او نجونې ورزشي کلپونو، تفریحي پارکونو او ښځینه حمامونو ته هم له تلو منع شوي او هم نشي کولای چې له محرم پرته لیرې سفرونه وکړي.
سره له دې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه زیات شوي، د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټول حقوق تأمین دي.