ایران ته د امریکا د متحدو ایالتونو نوی ګواښ

د امریکا متحدو ایالتونو ایران ته بیا ګواښ وکړ چې دا به ورته ښه وي چې له واشنګټن سره یوې موافقې ته ورسیږي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېټ د چهارشنبې په ورځ وویل چې "ایران به ډېر هوښیار وي که د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یوه هوکړه وکړي." دا وروسته له هغې چې د سویس په جنیوا کې د سې شنبې په ورځ د ایران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو دوهم پړاو له کومې نتیجې پرته پرته پای ته ورسېد.

لېوېټ خبریالانو ته وویل چې که څه هم په دې خبرو کې یو څه پرمختګ شوی، "خو موږ لا هم په ځینو موضوعاتو کې ډېرسره لېرې یو."

ولسمشر ټرمپ چې د امریکا دوه الوتکه ‌وړونکي بېړۍ او زرګونه سرتېري یې د خلیج سیمې ته استولي پر ټولنیزو رسنیو خپلې توندې څرګندونې لا زیاتې کړې.

هغه په خپله تروت سوشیل شبکه کې ولیکل: "که ایران پرېکړه وکړي چې هوکړه ونه کړي،" نو امریکا ښايي اړ شي چې د هند سمندر په چاګوس ټاپوګانو کې هوایي اډه وکاروي "تر څو د یوه ډېر بې ‌ثباته او خطرناکه رژیم د احتمالي برید مخنیوی وکړي."