د جرمني د کورنیو چارو وزارت: ډیرژر به له پاکستانه جرمني ته د هغو افغانانو د لیږدولو بهیر بشپړشي چې هغه هیواد منلي دي

په برلین کې چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې جرمني ته د هغو افغانانو د لیږدولو بهیر نژدې په بشپړیدو دی چې دې هیواد منلي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې وویل چې د افغانستان لپاره د منلو فدرالي پروګرام شاوخوا ۲۳۰ کسان او د پخوانیو محلي کارکونکو او د هغوی د خپلو خپلوانو په ګډون شاوخوا پنځوس کسان، دا مهال په پاکستان کې جرمني ته د سفر لپاره انتظار باسي. دې ویاندې زیاته کړه چې جرمني ته دهغوی د لیږدولو پروګرام به په چټکۍ عملي شي.

د جرمني ډي پي اې خبري آژانس د راپورله مخې دې چارواکې همدارنګه وویل چې کیدای شي هره ورځ شمیرې بدلې شي ځکه د یوشمیرکسانو پردوسیو د محکمو په ګډون پر ځینو بهیرونو کې کار روان دی.

په تیره ډسمبرمیاشت کې د جرمني حکومت له ۶۵۰ څخه زیاتو افغانانو ته خبر ورکړ چې دا هیواد به یې ونه مني. دا هغه کسان دي چې د بشري حقونود دلایلو له مخې یې جرمني ته د تلو غوښتنلیکونه ورکړي وو.

د دې پرېکړې له لغوه کېدو سره، هغوی ته وړاندیز وشو چې له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته په ستنېدو کې مرسته ترلاسه کړي یا بل هېواد ته ولاړ شي. په دې وړاندیز کې مالي مرسته هم شامله وه.

له دغوافغانانو د استوګنې پخوانی ملاتړ، لکه په مېلمستونونو کې یې استوګنځای پای ته رسول کېږي.

د کورنیو چارو وزارت وویل چې دا پرېکړه هم پر هغو کسانو تطبیقېږي چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې مېشت دي او هم پر هغو کډوالو چې له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ایستل شوي دي.

په وروستیو کې، د جرمني حکومت د چارټر او منظمو الوتنو له لارې هغه افغانان جرمني ته ولېږدول چې د طالبانو له واکمنۍ څخه پاکستان ته تښتېدلي وو. تېره اوونۍ، د فدرالي منلو پروګرام په چوکاټ کې ۴۷ کسان برلین ته ورسېدل.