طالبانو نژدې ۵۰۰ د موسیقي الې سوځولي دي

د طالبانو د حکومت د امربالعمروف او نهی المنکر وزارت په پروان او لغمان ولایتونو کې څه باندې ۵۰۰ د موسیقي الې سوځولي دي.

دغه وزارت پرون ناوخته پر خپلې ایکس پاڼې د دغو موسیقي الاتو د سوځولو د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي،"په تیر یوکال کې له پروان ولایت څخه ۵۰۰ او له لغمان څخه ۱۰۰ د موسیقي الې راټول او د سه شنبې په ورځ وسوځول شوې".

د دغه وزارت په ټکو، په سوځولو شویو الو کې هارمونیه، تبله او نورو وسایل شامل وو.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې په تیرو څلورو کلونو کې موسیقي په افغانستان کې حرامه بلل شوې او ورسره ډیر شمیر هنرمندانو او موسیقي کاران له دې هېواده ووتل.