د امریکا د مدني حقونو د خوځښت مشر جسي جکسون د ۸۴کلنۍ په عمر ومړ

جسي جکسون

د امریکا د مدني حقونو د خوځښت مشر جسي جکسون د ۸۴کلنۍ په عمر ومړ.

د جکسون کورنۍ پرون سه شنبې په یو بیان کې د هغه د مړینې په تایید سره ویلي،"زموږ پلار د خپلې کورنۍ سربیره، په ټوله نړۍ کې د بېوزلو او محرومو خلکو غږ او خدمتګار و".

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپل سوشل ټروټ اکونټ په یو پیغام کې جکسون په نړۍ کې یو نه "تکراریدونکی" شخصیت یاد کړی دی.

د ټرمپ په ټکو، جکسون د تور پوستو امریکایانو د مدني حقونو لپاره نه سترې کېدونکې مبارزه کړې ده.

جکسون چې د مارتین لوتر کینګ له نژدې ملګرو و، له ۱۹۶۰ کالونو راهیسې په امریکا کې د تور پوستو امریکایانو د مدني حقونو د ترلاسه کولو لپاره کار کړی وو.

هغه دوه ځلې د امریکا ولسمشرۍ ته په ۱۹۸۴ او ۸۸ کالونو کې د موکراتانو په استازیتوب ځان نوماند کړی و.

جکسون په ۲۰۱۶ کال کې اعلان کړې و چې د پارکینسون په ناروغۍ اخته دی.