د ایران د بهرنیوچارو وزیر: د توافق بهیر پیل شوی خو ښايي سمدستي نتیجه ترلاسه نه شي

عکس له آرشیف څخه

د ایران د بهرنیوچارو وزیر له امریکا سره د خبرو دوهم پړاو رغنده بللی خو وايي چې دواړه لوري د خپلو دریځونو د نژدې کولو لپاره نور کار ته هم اړتیا لري.

عباس عراقچي پرون په ژنیو کې د عمان په سفارت کې د خبرو له پای ته رسېدو وروسته وویل چې توافق ته د رسېدو بهیر پیل شوی دی خو ښايي سمدستي نتیجه ترلاسه نه شي.

هغه زیاته کړه چې د مذاکراتو د بل پړاو وخت تراوسه نه دی ټاکل شوی او اوس به دواړه لوري په خپلو پلازمېنو کې سلامشورې کوي.

په دې خبرو کې د ایراني پلاوي مشري عباس عراقچي او د متحدوایالاتو د پلاوي مشري د امریکا ځانګړي استازي سټیف ویتکوف او جرید کوشنر کوله.

ایران ویلي دي چې دا مذاکرات به یوازې د ایران د اټومي پروګرام په اړه وي خو متحدایالات ټینګار کوي چې د ایران د بالستیک توغندیو او د دې هېواد د سیمه ایز رول موضوع هم باید په خبرو کې شامله وي.