ډبلیو- ایچ- او: د افغانستان د ختیځ او جنوب ختیځ اوسېدونکي د ملاریا له ګواښ سره ډېر مخ دي

د ملاریا ماشی

د روغتیا نړیوال سازمان WHO وايي چې د افغانستان د ختیځ او جنوب ختیځو سیمو خلک هرکال د جون او نوامبر میاشتو ترمنځ د ملاریا د ناروغۍ له ګواښ سره مخامخ کېږي.

د ملګروملتونو دې اړوندې ادارې پرون اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ملاریا پرضد د مبارزې د ملي پروګرام ارزونه یې بشپړه کړې ده او د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره هڅې پیاوړې کوي.

په یوه بیان کې چې پرون د روغتیا د نړیوال سازمان WHO پر ویبپاڼه خپور شو، راغلي دي چې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د ملاریا د مواردو له کمېدو وروسته په ۲۰۲۲ کال کې په ملاریا د اخته ناروغانو شمېر زیات شوی او په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې یې هم موارد زیات پاتې وو.

په راپور کې ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ترټولو زیانګالي ولایتونه بلل شوي او د WHO په وینا تودې هوا او د اقلیمي بدلونونو له کبله سختو بارانونو د ملاریا د میاشي د تکثر پراخېدو ته لاره اواره کړې ده.

په افغانستان کې د WHO استازي خبرداری ورکړی چې ملاریا پر زیانګالو ټولنو، په تېره پر ښځو او ماشومانو دروند فشار راوستی او ټینګار یې کړی دی چې د دوامداره همغږۍ او ملاتړ له لارې د دې ناروغۍ د پراختیا مخنیوی امکان لري.