د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون پرخپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ولیکل چې د روژې د رارسېدو په احترام او د سعودي عربستان پلاوي ته د مېلمه پالنې لپاره درې تنه پاکستاني پوځیان چې د اکتوبر په ۱۲مه نېټه له پاکستاني لوري سره د نښتو پرمهال اسیران شوي وو، سعودي پلاوي ته وسپارل شول.
د بیان له مخې د سعودي عربستان پلاوی د دوشنبې په ورځ په کابل کې و. خو په بیان کې دا یادونه نه ده شوې چې دې پلاوي یوازې د همدې هدف لپاره کابل ته سفر کړی و، او که یې نور مذاکرات هم درلودل.
د طالبانو ځواکونو د تېر ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په لسمه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پاکستاني پوځیانو سره نښتې وکړې. دا جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې په کابل کې د دوو چاودنو او په عین وخت کې په پکتیکا ولایت کې د پاکستان د جنګي الوتکو د هوايي حملو خبر ورکړل شو.
د طالبانو حکومت وايي چې پاکستاني اسیران یې د سعودي عربستان پلاوي ته د مېلمه پالنې لپاره خوشې کړل.
د پاکستان امنیتي سرچینو هغه مهال له آزادۍ راډیو سره خبرو کې ادعا کړې وه چې ګنې پر کابل د پاکستان د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د پاکستاني طالبانو د ډلې TTP دوه مشران وژل شوي. یوې امنیتي سرچینې ویلي و، چې د برید هدف د TTP مشر نورولي مسود و؛ خو وروسته بیا ښاغلي مسود په یوه ویډیو کې د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې رد کړې.
پاکستان هغه مهال د خپلو پوځیانو د اسیرېدلو اړوند راپورونه رد کړي وو، او ادعا یې کوله چې ګنې د ډیورنډ په اوږدو کې یې د طالبانو پوستې نیولې دي.
دې جګړې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکي په بیساري ډول ترینګلي کړل چې په نتیجه کې یې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ترانزیتي لارې تړلې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونو خونو چارواکي تاییدوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیتي لارو د بندېدو له کبله د روژې له رارسېدو سره سم بیې لوړې شوې دي.
د دې خونو سلاکار خانجان الکوزي آزادۍ راډیو ته وویل چې"په افغانستان کې بدبختانه همدا چې مذهبي ورځې راورسېږي او په مارکېټ کې تقاضا او خرید ډېر شي نو په داسې حالاتو کې مارکېټ لوړېږي او کله کله داسې وي چې نور عوامل هم لري. سږکال په روژه کې چې له پاکستان سره مناسبات خراب دي هم پر بازار منفي اغیز شوی خو دا یو دود پاتې شوی دی."
نن په افغانستان او د نړۍ په ډېری اسلامي هېوادو کې د روژې لومړۍ ورځ ده.
پرون څو شېبې وروسته له دې چې پر ایکس شبکې د حرمین په نوم د سعودي عربستان پاڼې د سعودي چارواکو له قوله د نوې میاشتې د لیدلو اعلان وکړ د طالبانو د حکومت سترې محکمې هم په پروان، کندهار، هلمند او زابل کې د نوې میاشتې د هلال د لیدو خبر ورکړ او نن چارشنبې (د سلواغې ۲۹مه) یې د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړه؛ په داسې حال کې چې تېرکال که څه هم سعودي عربستان، قطر او اماراتو د کب ۲۱مه د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړې وه خو په کابل کې چارواکو وویل چې د کب ۲۲مه به د روژې لومړۍ ورځ وي.