د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په مختلفو سکټورونو کې د سوداګرۍ د ۲۵ موافقو د لاسلیک خبر ورکوي.
دې وزارت نن سې شنبې پرخپلې ایکسپاڼه لیکلي چې دغه موافقې چې په کابل کې د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ په ګډ کنفرانس کې لاسلیک شوې، ارزښت یې څه باندې درې سوه ملیون ډالره ښودل شوی. د دې وزارت په خبره د دغو موافقو له مخې دواړه لوري به په ساختماني، خوراکي توکو، کرنې، موبل او فرنیچر، درملو اود جامو په سکټورنو کې سره همکاري کوي.
د منځنۍ آسیا د نورو هیوادونو په پرتله له ازبکستان سره د طالبانو د حکومت اړیکې له کله چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسیدلي په سیاسي او اقتصادي برخو کې ډیرې پیاوړې شوې دي. د شمیرو له مخې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ راکړه ورکړه شاوخوا ۱،۶ ملیارډ ډالرو ته رسیده چې دا د ۲۰۲۴ کال په پرتله شاوخوا ۴۵ سلنه زیاتوالی ښیي.