ټرمپ وایي، په غیرمستقیم ډول د امریکا او ایران ترمنځ خبرو کې ښکیل دی

د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ وایي، په غیرمستقیم ډول د امریکا او ایران ترمنځ خبرو کې ښکیل دی.

ټرمپ ټینګاروکړچې د تهران د اټومي پروګرم پرسر خبرې به ډیرې مهمې وي. نوموړي چې پرون دوشنبې ناوخته یې په خپله آیرفورس ون الوتکه کې سپرو خبریالانو ته څرګندونې کولې وویل چې د ده په باور تهران غواړي یوه موافقه ترلاسه شي او زیاته یې کړه چې "دی فکرنه کوي چې هغوی به یوې موافقې ته د نه رسیدو د پایلو غوښتونکي وي."

ټرمپ له ایران سره د خبرو له لارې د یوې موافقې د احتمال خبره داسې مهال کوي چې متحدو ایالتونو خپله دوهمه الوتکه وړونکې بېړۍ هم منځني ختیځ ته لیږلې او که خبرې ناکامې شي نو واشنګټن د پوځي اقدام احتمال لپاره چمتووالی نیسي.

د سویس په جینیوا کې د عماني چارواکو په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ د غیرمستقیمو خبرود دوهم پړاو مشري به د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی سټیف ویټکوف کوي. د دې خبرو لومړی پړاو د روانې میاشتې په پیل کې د عمان په پلازمینه مسقط کې ترسره شو.

تهران ویلي چې د امریکا د درنو اقتصادي بندیزونو د لیرې کیدو په بدل کې د خپل اټومي پروګرام محدودولو ته چمتو دی ، خو د یورانیمو د غني کولو له حق څخه به لاس وانخلي.

واشنګټن هڅه کړې چې د خبرو اترو ساحه پراخه کړي ترڅو د ایران د بالستیک توغندیو پروګرام باندې محدودیتونه او په منځني ختیځ کې د وسله والو ډلو لپاره د تهران ملاتړ پای ته رسول هم په کې شامل شي، خو دا هغه مسئلې دي چې تهران یې د منلو وړنه ګڼي.